جو بایډن د ګوانتانامو زندان د تړلو په اړه خبرې پیل کړې

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جو بایډن د ګوانتانامو زندان د راتلونکې ارزونه کوي چې موخه یې بندول دي.

تازه د ولسمشرجوبایډن ادارې کیوبا ټاپو کې ددغه جنجالي زندان د تړلو خبره رامخې ته کړې. د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې جن ساکي خبریالانو ته وویل د ملي امنیت شورا سره د ګوانتانامو د تړلو په اړه خبرې پیل شوي.

له اغلې ساکي پوښتنه وشوه چې ایا جوبایډ‌ن به د خپلې واکمنۍ تر بشپړولو دا زندان وتړي؟

"زموږ موخه او نیت همدا دی چې زندان وتړل شي، خو د هغو ډېرو اړونده ادارو قانوني پړاوونو ته به کتل کېږي".

اغلې ساکي وايي دا زموږ د پاملرنې یوه مهمه موضوع ده د جوبایډن ادارې په اړه کار روان کړی، ددې پړاو لپاره د بېلابېلو ادارو نظر پوښتل او قانوني اړخونه اړین دي، نو ښايي یو څه موده وغواړي خو له اړونده څانګو سره یې خبرې رواني دي.

هاغسې چې لا د افغانستان د جګړې د پای په تړاو څو واري بحثونه شوي ددې زندان د تړلو لپاره هم امریکا د انساني حقونو ادارو د ځواب لپاره سر ښورولی چې ګواکې یا به یې بڼه بدلوي او یا به هم بیخي تړل کیږي.

ګوانتانامو ، افغانستان کې د امریکا له جګړې کال وروسته او عراق کې تر پوځي ښکېلتیا کال وړاندې په ۲۰۰۲ کې د ولسمشرجورج بوش په امر جوړ شو.

د امریکا د ملي امنیت ویاندې املي هورن هم د جمعې په ورځ وویل د ګوانتنامو زندان په هکله له تېر حکومته ورپاتې ځنډېدلی کار یې بیا پیل کړی.

د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې هم ددغه زندان د تړلو ژمنه کړې وه خو د واکمنۍ تر پایه پلې نه شوه.

په ۲۰۰۷ کال کې بارک اوباما د خپلو لومړنیو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ددغه زندان تړل کېده د خپلې کاري اجنډا یوه برخه بللې وه.

په ۲۰۱۶ کې بارک اوباما بیا د ګوانتانامو ور پورې کولو کیسه رامخې ته کړه خو دا یې د واکمنۍ وروستۍ ورځې وې.

اوس چې په دغه زندان کې د زندانیانو شمېر هم لږ شوی او امریکا د افغانستان او منځني ختیځ له جګړو د پښو سپکولو په تکل ښکاري ښايي د بایډن واکمني ددې زندان د تړلو لپاره پرېکنده او پلې کوونکي واکمني شي.

ګوانتانامو ته د ترهګرۍ په تور له ۷۸۰ وړل شویو زندانیانو ۷۳۱ یې نورو هېوادونو ته لېږدول شوي نهه تنه پکې مړه شوي او ۴۰ تنه لا بندیوان ساتل کېږي.

کیوبا کې د امریکايي پوځ له دغه زندانه وتلو خلکو د ربړونې او شکنجو سختې کیسې کړې، نو ځکه د بشري حقونو د اداروې له لوري پرې وخت ناوخت نیوکې هم کېږي او دا چې وايي له محکمې پرته پکې زندانیان ساتل کېږي.

امریکا تل د ګوانتانامو زندانیان د خپل هېواد پر وړاندې ترهګرۍ کې ښکېل خطرناک خلک بلل، او ادعا یې دا وه چې ګواکې نیول شوي کسان د امریکا ملي امنیت ته ګواښ و.

ګوانتانامو زندان څنګه جوړ شو؟

په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له پېښو وروسته پر افغانستان د امريکا پوځي بريدونو وروسته څه د پاسه ۲ مياشتې تېرې شوې وې.

د امريکايي ځواکونو له لوري د القاعدې او هم طالبانو يو شمېر جنګيالي نيول شوي وو.

په واشنګټن کې ولسمشر جورج بوش د بنديانو په اړه يو پوځي فرمان خپور کړ.

ولسمشر بوش خپل د دفاع وزير ډونلډ رمسفېلډ ته د يو مناسب ځای را کتلو امر هم وکړ چې غير امريکايي وګړي له کوم تور پرته په کې تر ناټاکلې مودې پورې بندي شي.

د دغه امر له مخې که کوم بندي محاکمه کېدی، محاکمه به يې پوځي وی.

د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د امريکا د عدليې وزارت له خوا پنټاګون ته په يوه يادښت کې ليکل شوي دا چې ګوانتانامو خليج د امريکا خاوره نه ده، نو د امريکا فډرالي محکمو ته د بنديانو قضيې نه شي رسېدی.

ګوانتامو شاوخوا يوه پېړۍ مخکې امريکا له کيوبا نه په ګرو نيولی وه او دلته جوړه شوې اډه په لومړيو کې د زرګونو ناقانونه کډوالو لپاره، چې له کيوبا او هايتي نه امريکا ته تلل، چمتو شوې وه.

په دې ډول د امريکايي چارواکو په باور ګوانتانامو مناسب ځای و چې په افغانستان کې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په شک نيول شوي کسان ورولېږدوي.