تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: له ګوانتانامو باید د بندیانو خوشي کول ودرول شي
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د کیوبا له ګوانتانامو زندانه باید د 'خطرناکو کسانو' د خوشي کولو لړۍ نوره ودرول شي.
دی وايي، هغه کسان چې ''ډېر زیات خطرناک دي، باید د جګړې ډګر ته د وتلو اجازه ورنه کړل شي''.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې وه چې ګوانتانامو زندان به تړي. د نوموړي د واکمنۍ پرمهال له دې زندانه ګڼ بندیان ولېږدول شول، خو په بشپړه توګه ونه تړل شو.
دا مهال په دې زندان کې شاوخوا ۶۰ بندیان دي. سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ ناوخته وویل، اټکل یې دا دی چې د جنورۍ له ۲۰ وړاندې نور بندیان له ګوانتانامو زندان نه ولېږدول شي.
ډونلډ ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د منډو تړو پرمهال د زندان د بندولو په تړاو د اوباما له څرګندونو سره مخالفت کړی و.
د تېرې ډسمبر میاشتې پر ۱۷مه د امریکا رسنیو وویل، پنتاګون (دفاع وزارت) هوډ لري چې د ګوانتانامو زندان ۱۷ نور بندیان په راتلونکو اونیو کې ولېږدوي.
د ګوانتانامو زندان په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ له بریدونو وروسته جوړ شو چې د امریکا په وینا، ''په جګړه کې نیول شوي کسان'' پکې ساتل کېږي.
له دغه زندانه د ۲۰ بندیانو د لېږد چاره د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ پر ۱۱مه ترسره شوه، چې بیا وروسته په دې زندان کې ټول ټال ۷۸۰ بندیان وساتل شول، چې له کومې محاکمې پرته یې کلونه کلونه د زندان په تورو خونو کې تېر کړل.
ولسمشر اوباما د بندیانو د لېږد لاسوندونه پخپل تایید کړل، خو جمهوریپالو پرې محدودیتونه ولګول.
له ۲۰۱۵ کال راوروسته تر اوسه ۲۰ زندانيان له ګوانتانامو خوشي شوي او په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمېره ۲۸ کسانو رسېده.