د افغانستان او پاکستان په ګډون د تاجکستان شاوخوا سیمو کې زلزله شوې

د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او هند ځينو برخو کې (جمعه ۱۲ فبروري ماخوستن) د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

د امريکا د ځمکې پېژندنې يوې ادارې په وينا دغه زلزله چې د ريکتار په کچه ۵.۹ درجې وه، مرکز يې د تاجکستان له مرغوب سيمې ۳۵ کيلومتره لرې ښودل شوی دی.

خو د پاکستان د هوا پېژندې ادارې د دې زلزلې ځواک ۶.۴ درجې ښودلی دی

د افغانستان پلازمېنې کابل سربېره ختيځ او شمال ختيځو ولايتونو کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي..

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، راولپنډۍ، پېښور، مظفر اباد او ګلګت بلتستان کې هم د زلزلې خبر ورکړل شوی دی.

په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيوګانې هم ښيي چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې خلک له خپلو کورونو راوتلي او خوندي ځايونو کې ولاړ دي.

د هند په ډيلي کې د بي بي سي خبريال وايي، له ډيلي سربېره کشمير، پنجاب او د هند شمالي برخو کې هم د زلزلې سخت ټکانونه محسوس شوي دي.

تراوسه د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.