هرات کې له بې وزلۍ د پښتورګو پلور؛ "ښکېل روغتونونه څارنوالۍ ته ور پېژندل کېږي"

د هرات والي وحید قتالي د یوه کلي له هغو خلکو سره د مرستې ژمنه کړې چې د تنګلاسۍ له امله د خپلو پښتورګو یا ګوردو پلورلو ته اړ شوي وو.

نوموړي ګواښ کړی چې د پښتورګو دا ډول عملیاتو کې ښکېل روغتونونه به څارنوالۍ ته ور وپېژني.

د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې د بې وزلۍ او تنګلاسۍ له امله د کورنیو بې ځایه شویو له خوا د پښتورګو پلور ته وروستیو کې پراخ غبرګون ښودل کېږي.

وروستیو کې افغان ځايي او نړیوالو رسنیو هرات ښار کې د پښتورګو د بې قانونه سوداګرۍ پر زیاتېدو خبرونه خپاره کړل.

د هرات والي وحید قتالي خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د داسې کسانو سره د لیدنې انځورونه خپاره کړي چې وايي، د تنګلاسۍ له امله یې پښتورګي پلورل او زیاتوي د دې مسلې "د سملاسي ارزولو" لپاره یې پلاوی ټاکلی دی.

نوموړی زیاتوي هغه روغتونونه به څارنوالۍ ته ور وپېژني چې دا ډول کاروبار کوي.

افغانستان کې د بدن غړ پلورل "بې قانونه" دي، خو بیا هم ځینې خصوصي روغتونونه دا ډول عملیات کوي.

د هرات والي زیاتوي انجیل ولسوالۍ کې د "سې شنبې" کلي خلکو سره- چې د بادغېس د جګړې بې ځایه شوي بلل کېږي- مالي مرسته کېږي او خصوصي شرکتونو، مدني ادارو او د خیر خلکو هوکړه کړې چې دې خلکو ته کار او مرسته برابره کړي.

د نوموړي په خبره، "دا ریښتیا ده چې اقتصادي اړتیاوو پر خلکو ډېر فشار اچولی، خو باید روغتیايي مافیا د دوی له بې وزلۍ ناوړه ګټه وانخلي. "

وروستیو کې طلوع نیوز رپوټ کړه چې یوازې یوه کلي کې "سلو کسانو" چې ډېری یې کورني بې ځایه شوي دي او ښځې او ماشومان هم پکې شته د بې وزلۍ له امله پښتورګي پلورلي دي.

نیویارک ټایمز هم هرات کې پر داسې خلکو رپوټ جوړ کړی چې د بې وزلۍ له امله پښتورګو پلورلو ته تیار دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د تېرې ورځې غونډه کې د کندوز استازې نیلوفر جلالي کوفي پر اوسني حالت نیوکې سره وویل:

"په داسې حال چې خلک له بې وزلۍ د بدن غړي پلوري، حکومت بیا هم هڅه کوي چې ارګ کې د ۱۸ ډوله غوښې تړونونه تصویب کړي. "

د نوموړې اشاره هغو جنجالونو ته وه، چې د ولسي جرګې ځینې غړو بودیجه کې د ۱۸ ډوله غوښې د تړون ځایولو سره مخالفت کړی او له بودیجې یې د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې د خواله رسنیو کارونو هم دې رپوټونو ته په اشاره د بې وزلۍ ورکولو لپاره د حکومت پر پروګرامونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، حکومت باید د بې ځایه شویو ژوند او بې وزلۍ ته ځان ورسوي چې څوک اړ نه شي له ناچارۍ د بدن غړي وپلوري.

دمګړۍ هرات کې هر پښتورګی له ۳۸۰۰ تر ۴۵۰۰ ډالرو پلورل کېږي.

د رسنیو رپوټونه وايي، هرات کې یواځې یوه روغتون تېرو پنځو کلونو کې له "زرو ډېرو" پښتورګو عملیات کړي دي.