تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نړۍ کې عام، په افغانستان کې خام کاروبار
په افغانستان کې انلاین یا د انټرنېټ پرمټ پېر او پلور ورځ تر بلې د خلکو کورونو ته لار موندلې.
د نړۍ ډېرو هېوادونو کې انلاین بازار چټک پرمختګ کړی، خو افغانستان کې ددې کار عمر خام دی.
په کابل کې دوه زده کونکو د انلاین سوداګري نوی ابتکار کړی.
عبیدالله حسام ددوی کار ته کتنه کړې او دا رپوټ یې چمتو کړی.
دا خبره عامه ده چې انټرنېټ نړۍ ته د کلي بڼه ورکړې.
دلته په افغانستان کې هم د انټرنېټ په مټ ژوند اوښتونکی دی او چارې نژدې کېږي.
په یوه تازه نوښت کې د کابل ښار دوه ځوانانو د انټرنېټ او موبایل په مټ سوداګري کوي.
دغه دوه ځوانان چې زده کونکي هم دي له توکو ډکې کڅوړې په شا د کابل ښار کې ګرځي.
دوی خپله فیسبوک پاڼه څاري او د تیلیفون حال ته غوږ وي چې څوک به څه ترې غواړي چې دوی یې تر کوره ورورسوي.
له دوی یو یې حسیب احمدزی دی، وايي، په ډېرو لږو امکاناتو یې دا کاروبار پیل کړ:
"انلاین سوداګري د خلکو اسانتیا لپاره ده، موږ چې نوره نړۍ وکتله انلاین چارې ډېرې مشهورې او پرمختللې دي، موږ هم ویل چې افغانستان کې همداسې کاروبار پیل کړو او لوړ پوړیو ته یې ورسوو".
"تر کوره یې در رسوو"
په لویدیځه نړۍ کې انلاین سوداګري عادي چاره ګرځېدلې او میلیاردونه ډالره پېر او پلور پکې کیږي، خو په افغانستان کې ځکه د پام وړ ده چې نوې خبره او نوی پيل دی.
له حسیب احمدزي او مصطفی احمدي سره یوځای د کابل نوي ښار سيمه کې د حسیب په نامه هغه هټیوال څنګ ته لاړم چې په انلاین بڼه یې موبایل اخیستی و. ویل یې فیسبوک کې مې د موبایل اعلان ولید چې پکې ویل شوي و، تر کوره یې در رسوو:
"له سهاره چې دفتر ته راځم تر ماښامه بوخت یم، دا خلکو ته ښه اسانتیا ده، په ښار کې هم چندان بلد نه یم، بل دا چې امنیتي وضعیت هم ښه ندی د ځان خوندیتابه لپاره ښه دی چې توکي انلاین وپېرو".
د افغانستان سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، لا تر اوسه په دې وزارت کې د انلاین سوداګرۍ په نامه کوم څه نه دي ثبت شوي.
ددې وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، دې کار ته یې نوی پام ور اوښتی او په دې لار کې یې له نورو اړوندو وزارتونو سره په ګډه د تګلارو په جوړولو پیل کړی:
"تر اوسه زموږ د بانکونو لخوا د راکړې ورکړې سیستم په سمه توګه نه دی پیل شوی، لومړی باید هغه ترسره شي. بله خبره داده چې په دې برخه کې باید عامه پوهاوی ترسره شي. ددې لپاره کار روان دی ان شاء الله په نیږدې راتلونکې کې به یو شی جوړیږي".
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي، که د نورو هېوادونو په څېر د انلاين له لارې د پېر او پلور دود په افغانستان کې هم وده وکړي، خلک به له ډېرو اسانتیاو برخمن شي.
د کابل یو اوسېدونکی وايي: "دا ښه سهولت دی، چې د کور شاته پېرل شوي توکي راشي دا ډېر ښه کار دی، نورو هېوادونو کې هم توکي د کورونو تر دروازو رسول کیږي، دلته هم که زیات شي ښه به وي".
څو ورځې وړاندې د علي بابا په نامه یوې چنائي انلاین انترنيتي کمپنۍ په یوه ورځ کې د ډېر خرڅلاو ریکارډ جوړ کړ، د راپورونو له مخې علي بابا په یوه ورځ کې لږ ترلږه د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي پلورلي.
افغانستان کې انلاین سوداګري ښايي لا هم لسګونو زرو افغانیو ته نه وي رسېدلي، خو نوې ټکنالوژۍ د ډېرو هیلې غوړولي دي چې افغانستان به هم د نړۍ د پرمختګ له کتاره شاته پاتې نه شي.