طالبان: امریکا سره خپلمنځي تړون کې پر شویو ژمنو ولاړ یو

طالبان

د عکس سرچینه، Dr. Naeem Twitter

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي ته په لېږلي پیغام کې ټينګار کړی چې د دوحې د سولې تړون باید په دوه اړخیزه توګه عملي شي. ښاغلي نعیم ویلي دي چې دغه ډله پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له امریکا یې هم غوښتي چې پر ژمنو ودرېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغان ستونزې د حل اصلي لاره دیپلوماتيکې هڅې او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتل د سولې هوکړې د عملي کېدو په برخه کې عملي ګامونه بولي.

د طالبانو دا دریځ وروسته له هغه راځي چې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د جمعې پر ورځ له خپل افغان سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، سپینه ماڼۍ هڅه کوي د سولې په شوې هوکړه له سره کتنه وکړي چې د طالبانو له لورې د ژمنو د عملي کېدا څرنګوالی مالوم شي.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه

حمدالله

د عکس سرچینه، NSA/ REUTERS

د امریکا د ملي امنیت ادارې د جمعې پر ورځ ویلي وو، واشنګټن غواړي چې له افغان طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د تېر کال د سولې تړون وارزوي. د امریکا د ملي امنیت ادارې ویانده اېملي هورن وايي، د ولسمشر جو بایډن اداره دا ارزوي چې طالبان دې تړون ته ژمن دي که نه.

په دې تړاو د سپنې ماڼۍ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "سپینه ماڼۍ دا باوري کول غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو په ګډن دا وسلواله ډله پر خپلو ژمنو ولاړه ده."

د امریکا د ملي امنیت ادارې ویاندې ویلي، د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون د جمعې پر ورځ له خپل افغان سیال حمدالله محب سره ټيلیفوني خبرو کې د دې ارزونې پخلی کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ټوېټر کې له ښاغلي سالېون سره د خپلو ټلیفوني خبرو په هکله لیکلي:

"موږ هوکړه وکړه چې ولسواک افغانستان کې د داسې تلپاتې اوربند او عادلانه او تلپاتې سولې لپاره هڅې وکړو چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پکې وساتل او د ټولو افغانانو حقونه خوندي او سمون دوام ولري. "

سي اېن اېن: خلیلزاد پر خپله دنده پاتې کېږي

امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال فرورۍ کې سوله وکړه.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال فرورۍ کې سوله وکړه.

په ورته وخت کې د سي اېن اېن خبري شبکې ویلي، ولسمشر جو بایډن نیت لري چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د اوس لپاره پر خپله دنده پرېږدي.

یاده دې وي چې ښاغلی خلیلزاد د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا پر دې دنده ګومارل شوی او له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرو او همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو په روان بهیر کې یې کلیدي رول لوبولی دی.

که څه هم سپینې ماڼۍ رسماً دا خبره نه ده تائید کړې، خو داسي ښکاري چې د ولسمشر بایډن اداره غواړي د اوس لپاره د افغان سولې برخه کې د زلمي خلیلزاد له تجربو ګټه واخلي.

د بایډن اداره د افغانستان په اړه څه دریځ لري؟

د امریکا د ملي امنیت ویانده اېملي هورن وايي، د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون له افغان سیال حمدالله محب سره خبرو کې روښانه کړې چې امریکا له دې ارزونې سره دا روښانول غواړي چې دا ډله له امریکا سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده که نه.

د امریکا او طالبانو د تړون یو شرط هم افغانستان کې د سولې لپاره د حکومت او طالبانو خبرې پیلول و.

دا خبرې تېر سپټمبر پیل شوې، خو پکې ښکاره پرمختګ نشته.

مېرمن هورن وايي، ښاغلي سالیون له افغان سیال سره پرونیو خبرو کې دا هم ویلي، چې امریکا له ځواکمنو او سیمه ییزو ډيپلوماټیکو هڅو سره د سولې بهیر ملاتړ کوي:

"داسې سوله چې د دواړو لورو سره مرسته وکړه دایمي عادلانه سیاسي جوړجاړي او اوربند ته ورسېيږي."

د هغې په خبره، ښاغلي سالیون له حمدالله محب سره خبرو کې د افغان مېرمنو او نجونو د تېرو شلو کلونو د مهمو لاسته راړونو د ساتلو لپاره د امریکا پر ملاتړ هم غږېدلی دی.

د جنورۍ پر شلمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوي انټوني بلېنکن هم د دغه هېواد مشرانو جرګې د تایید غونډه کې وویل، له افغان طالبانو سره به د امریکا تړون وارزوي:

"باید کره وارزوو چې ریښتیا د څه په هکله خبرې شوې دي، زه تراوسه پره دې جزیاتو پوه نه یم. "

د طالبانو او امریکا تړون

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ له پېښو وروسته افغانستان کې د طالبانو واکمني وپرځوله، خو د وخت تېرېدو سره دا ډله پیاوړې شوه او پر ۲۰۱۸ کال له دریو دوه برخې خاوره کې فعال شول او ټاکلی حکومت ننګوي.

د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ وروستیو کې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ.

د دې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې له ترهګرو ډلو سره اړیکي وشلوي، تاوتریخوالی کم کړي، له افغان حکومت سره ماناداره خبرې وکړي.

په بدل کې امریکا هم ژمنه کړې چې د دغه هېواد او ناټو ځواکونه له افغانستان ووځي.

که څه هم له دې تړون وروسته طالبانو پر بهرنیو ځواکونو کوم برید نه دی کړی، خو د افغان ځواکونو پرضد یې بریدونه روان دي او هغه هم په داسې مهال چې د دې ډلې او افغان حکومت د سولې خبرې روانې دي.

د امریکا د دفاع نوی وزیر څه وايي؟

سرتېري

د عکس سرچینه، EPA

په ورته مهال د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان لپاره د پوځ متقاعد جنرال لويي اسټن د سنا له خوا تایید شو.

نوموړی سنا کې پر نورو نړیوالو مسلو سربېره پر افغان مسله هم غږېدلی او ویلي یې دي چې غواړي د خبرو له لارې افغانستان کې جوړجاړی وشي.

ښاغلي اسټن ویلي، امکان شته د امریکا ترهګرۍ ضد ځینې امکانات افغانستان کې پاتې شي.

هغه مشرانو جرګې ته دا هم وویل، دې برخه کې به د جو بایډن پرېکړو ته په تمه وي، چې څه پېښږې خو هیڅ کله به داسې افغانستان ونه غواړي چې امریکا ته خطر ولري.

نوموړي دا هم وویل، چې اسیا یې لا هم د ماموریت سیمه ده. هغه دا هم وویل، چې له چین او روسیې سره یې د مقابلې لومړیتوبونه شته.

۶۷ کلن لویي اسټن لومړنی افریقایي توکمه امریکایی دی چې د امریکا دفاع وزیر کېږي.

هغه نږدې څلوېښت کاله دنده کړې او افغانستان، عراق، سوریه او یمن کې د امریکايي پوځ د قومندې پوړ کې پاتې شوی دی.