تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني وايي، که ۹ کلن تښتول شوی ماشوم پیدا نه شي، د بلخ چارواکي ګوښه کوي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت چارواکو ته خبرداری ورکړی که په دې ولایت کې تښتول شوی ماشوم خوشی نه شي، نو ددې ولایت ټول چارواکي به له دندو ګوښه کړي.
د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال پر خپل ټویټر د ښاغلي غني له خولې لیکلي: " که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نه شي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لیرې کوم".
د ښاغلي غني اشاره کابو درې میاشتې وړاندې هغه ۹ کلن تښتول شوي ماشوم ته وه، چې له مراز شریف ښاره تښتول شوی دی.
د یاد ماشوم له تښتول کېدا وروسته بلخ ښار کې پراخ لاریونونه وشول. لاریونیانو د بلخ د ولایت مخې ته اعتراضیه خېمې ووهلې او دې ښار ته یې د تګ راتګ لارې د لنډ وخت لپاره بندې کړې.
خو پر دغو اعتراضونو سربېره، لاهم د دغه ماشوم برخلیک ناڅرګند دی.
د ماشوم د موندلو او ژغورلو لپاره له کابله هم یوه عملیاتي ډله مزار شریف ښار ته ولاړه، خو هڅې یې بې ګټې وې.
وړاندې د بلخ والي په دې انسان تښتونه کې د ځینو کسانو د ښکېلتیا له کبله د یوشمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی و.
د یاد ماشوم پلار محمد نبي ویلي، تښتوونکو د هغه د زوی د خوشي کولو په بدل کې د یو نیم میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
د تښتول شوي ماشوم یوه وېډیو خپره شوې چې له تښتولو یوه میاشت وروسته پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي، ماشوم په یوه تیاره ځای کې لوڅ ښکاري او پښې او لاسونه یې په ځنځیر تړلي، سترګې یې تړل شوې دي.
ماشوم له خپل پلاره غواړي چې ژر تر ژره یې وژغوري؛ ځکه چې سړوښې ناروغ کړی دی.
د بلخ چاراکو څو ځلې ویلي وو چې د ماشوم د موندلو په هڅه کې دي او تر اوسه یې څو ځله په دې اړه عملیات هم کړي دي.