ولسمشر غني وايي، که ۹ کلن تښتول شوی ماشوم پیدا نه شي، د بلخ چارواکي ګوښه کوي

بلخ
د عکس تشریح، د ماشوم تر تښتول کېدا وروسته بلخ کې لاریونونه وشول

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت چارواکو ته خبرداری ورکړی که په دې ولایت کې تښتول شوی ماشوم خوشی نه شي، نو ددې ولایت ټول چارواکي به له دندو ګوښه کړي.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال پر خپل ټویټر د ښاغلي غني له خولې لیکلي: " که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نه شي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لیرې کوم".

د ښاغلي غني اشاره کابو درې میاشتې وړاندې هغه ۹ کلن تښتول شوي ماشوم ته وه، چې له مراز شریف ښاره تښتول شوی دی.

د یاد ماشوم له تښتول کېدا وروسته بلخ ښار کې پراخ لاریونونه وشول. لاریونیانو د بلخ د ولایت مخې ته اعتراضیه خېمې ووهلې او دې ښار ته یې د تګ راتګ لارې د لنډ وخت لپاره بندې کړې.

خو پر دغو اعتراضونو سربېره، لاهم د دغه ماشوم برخلیک ناڅرګند دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ماشوم د موندلو او ژغورلو لپاره له کابله هم یوه عملیاتي ډله مزار شریف ښار ته ولاړه، خو هڅې یې بې ګټې وې.

وړاندې د بلخ والي په دې انسان تښتونه کې د ځینو کسانو د ښکېلتیا له کبله د یوشمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

د یاد ماشوم پلار محمد نبي ویلي، تښتوونکو د هغه د زوی د خوشي کولو په بدل کې د یو نیم میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

بلخ
د عکس تشریح، د یاد ماشوم له تښتول کېدا وروسته بلخ ښار کې پراخ لاریونونه وشول. لاریونیانو د بلخ د ولایت مخې ته اعتراضیه خېمې ووهلې او دې ښار ته یې د تګ راتګ لارې د لنډ وخت لپاره بندې کړې.

د تښتول شوي ماشوم یوه وېډیو خپره شوې چې له تښتولو یوه میاشت وروسته پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي، ماشوم په یوه تیاره ځای کې لوڅ ښکاري او پښې او لاسونه یې په ځنځیر تړلي، سترګې یې تړل شوې دي.

ماشوم له خپل پلاره غواړي چې ژر تر ژره یې وژغوري؛ ځکه چې سړوښې ناروغ کړی دی.

د بلخ چاراکو څو ځلې ویلي وو چې د ماشوم د موندلو په هڅه کې دي او تر اوسه یې څو ځله په دې اړه عملیات هم کړي دي.