بلخ کې ماشوم تښتونه؛ قهرېدلو اعتراض کوونکو د حیرتان بندر لار تړلې

- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي، بلخ
د افغانستان شمالي بلخ ولایت کې لسګونه اعتراض کوونکو د حیرتان بندر لاره تړلې ده او وايي تر هغه چې تښتول شوی ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص نه شي لاره به همداسې تړلې وي.
دغه اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي چې سبا ورځ به د فاریاب اقینه بندر او شبرغان لاره هم وتړي.
دا اعتراضونو له څو ورځو راهیسې دوام لري چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د بلخ ولایت ودانۍ مخې ته هم راټول شوي او د تحسن خیمه یې لګولې.
تښتول شوی ماشوم عبدالروف نومېږي او ۳۵ ورځې وړاندې هغه مهال چې له کوره د ښوونځي پر لور روان و د انسان تښتوونکو له لوري چې پوځي جامي یې په تن وې وتښتول شو.

د اختطاف کوونکو له لوري چې کومه وېډیو د تښتول شوي ماشوم پلار ته لېږدل شوې په ټولنیزو پاڼو کې ډېره لاس په لاس شوې او د خلکو پراخ غبرګونونه یې راپارولي.
په افغانستان کې د ترکمنو د سازمان رئیس محمد کمال ګونش وايي یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې د ترکمنو له قام څخه ۱۷ تنه تښتول شوي چې ډېری د پیسو په بدل کې خوشې شوي او هغه چاچې پیسې نه درلودې انسان تښتوونکو وژلي.
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد بي بي سی ته وویل تر دې دمه امنیتي ځواکونو د تښتول شوي ماشوم د خلاصون په موخه پنځه ځله عملیات ترسره کړي، خو ماشوم په لاس نه دی ورغلی.
ښاغلی فرهاد وايي په نژدې وخت کې به له کابله د دغه ماشوم د خوشې کېدو په عملیاتو کې د مرستې له پاره یو ټیم بلخ ته راشي.









