بلخ کې شپږ ښځې او یو ماشوم وژل شوي

د افغانستان شمال بلخ ولسوالۍ بوکې کلي اوسېدونکي ادعا کوي چې تېر ماښام په یوه هوایي برید کې د دغه کلي د یوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي.
د دغې کورنۍ وارثین وایي، پېښه بېګا شپږ بجې رامنځ ته شوې چې په وژل شويو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم دي.
د دفاع وزارت چارواکي وايي د پېښې په تړاو د پلټنې لپاره يې پلاوى سيمې ته استولى.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي بي بي سي ته په بلخ کې د ملکي کسانو د وژل کېدو او په دې ولایت کې د روانو عملیاتو په اړه وویل: "تر اوسه یې نه تاییدولی او نه هم ردولی شم ؛ ځکه چې موږ ته یې په اړه تر اوسه رپوټ نه دی راغلی. موږ یې په اړه څېړنه کوو."
ښاغلی رضايي وايي، د بلخ ولسوالۍ په پنځو کلیو کې یې هوايي بریدونه کړي دي.
په بلخ کې د بي بي سي خبریال نجیب الله پاڅون بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، په سیمه کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات هم روان دي، خو هلته اوس طالبان نه شته او کابو هره شپه ډي سي توپونه په سیمه کې لګېږي.
د وژل شوو کورنۍ له وارثینو څخه لعل محمد وايي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او یو ماشوم دی: "الوتکې راغلې بمبار یې وکړ او دا خلک یې وژلي دي. خونې یې راغورځولې دي. وژل شوي مو له کنډوالو راویستل."
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
ځينو ځايي خلکو چې مړي يې لېږدول د مزار شبرغان لاره تړلې وه او د هوايي بريدونو د بندېدو غوښتنه يې کوله.
وړاندې امنیتي سرچینو ویلي وو، چې بلخ کې یې 'وسله وال طالبان' وژلي، خو طالبانو ویلي، چې د دوی غړي نه دي وژل شوي، بلکې وژل شوي ولسي وګړي دي.
حمد الله محب بلخ ته تللی
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بخل ولایت ته تللی دی.
تېره ورځ، د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول باید د ولسي مرګ ژوبلې د بشپړ مخنیوي په مانا وي.
دې ټولنې په یوه وینا پاڼه کې پر امریکا او طالبانو غږ کړی، چې د سولې په روانو خبرو کې باید دا ژمنه وکړي، چې د جګړې قوانینو ته به غاړه ږدي او پر ولسي وګړو به هر ډول بریدونه دروي.
دا غوښتنه داسې مهال شوې، چې امریکايي او طالب استازي په قطر کې د سولې هوکړې ته د رسېدو هڅه کوي، چې یو مهم ټکی پکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول دي.
ملکي مرګژوبله
افغانستان کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګونو کچه لوړه شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د خپاره شوي رپوټ له مخې، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې افغانستان کې ۲۵۶۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.
له ۲۰۰۹ راهیسې چې یوناما د ولسي مرګژوبلې شمېرې ثبتوي، وايي چې تر اوسه تر سلو زرو ډېر افغانان وژل شوي دي.
په دې موده کې کابو ۳۴۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي. افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره ناخوندي ځای ګڼل شوی دی.









