طالبان: د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام او واک لېږد په اړه باید دوحې خبرو کې پرېکړې وشي
طالبان وایي، د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام او د واک لېږد په اړه باید په دوحه کې د خبرو په ترڅ کې پرېکړې وشي. دوی دا څرګندونې، د ولسمشر اشرف غني پرونیو خبرو ځواب کې کړې، چې ویل یې یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دي. پر همدې مهال ټاکل شوې سبا دوحه کې د افغان سولې خبرو پر اجنډا بحث بیا پیل شي.
پرون (پنجشنبه) د دواړو لوریو د اړیکو ډلو هم د دوهم پړاو مذاکراتي موضوعاتو پر سر خبرې کړې.
لا تر اوسه د سولي د دغو خبرو اجنډا مالومه نه ده، خو مخکې د دواړو پلاویو ځینو غړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه بېلا بېلو غونډو کې خبرې کړې دي.
د افغانستان جمهوریت پلاوی وايي، اوربند یې د اجنډا په سر کې دی او طالب پلاوي بیا ویلي، د اجنډا لومړۍ موضوع یې په افغانستان کې د نظام بڼه ده.
له دریو اونیو رخصتیو وروسته د افغان سولې خبرو لوریو دواړه ډلې دوحې ته رسېدلې او په وینا یې د سولې دوهم پړاو خبرو پیلېدو ته چمتو دي.
د دغو رخصتیو په اوږدو کې د مذاکراتو دواړو لوریو د اجنډا موضوعاتو پر سر له خپلو مشرانو او د افغانستان په موضوع کې له ښکېلو اړخونو سره سلا مشورې کړې دي، خو لا هم د سولې د دغه نوي پیلېدونکي پړاو خبرو د اجنډا موضوعات په بشپړه ډول روښانه نه دي.
د افغانستان له لوري د مرکچي پلاوي یو شمېر غړو، افغان ولسمشر او د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر په ګډون یو شمېر افغان چارواکو بیا، بیا ویلي، د دوی د اجنډا په سر کې اوربند، د تاوتریخوالي کمول او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه ده.
د طالب پلاوی یو شمېر غړو بیا ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لیسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د دوهم پړاو خبرې به سبا په دوحه کې پیل شي.

د عکس سرچینه، Social media
''د چهارشنبې ورځې په مقدماتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي به د اجنډا اړوند موضوعاتو په هکله د بحث لپاره سبا شنبه خپلې چارې پیلوي. ''
بل خوا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم له بي بي سي سره په خبرو کې د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې لا تر اوسه د طالب پلاوی یو شمېر غړي دوحې ته نه دي رسېدلي.
ښاغلي نعیم وايي، د دوی د مذاکراتي پلاوي ټول غړي په دوحه کې دي او د دوهم پړاو خبرو پیلېدو ته چمتو دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم په کابل کې یو شمېر حکومتي چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو سره تر لیدني وروسته دوحې ته تللی او پرون یې د افغانستان د مرکچي پلاوي له غړو سره لیدلي دي.
د افغان سولي لومړی پړاو خبرې، چې د امریکا په ملاتړ د تېر ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر ۱۲مه په دوحه کې پیل شوې، څه باندې درې میاشتې یې دوام وکړ او په پای کې دواړو لوريو د سولې خبرو راتلونکو پړاوونو مخته وړلو لپاره پر تګلاره هوکړه وکړه.











