غني: طالبان دې د ولس غېږې ته راشي، موږ یې هم منو

په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان دولت مرکچي پلاوي قطر کې د افغان سولې د دویم پړاو خبرو لپاره سره جرګه شوي، ولسمشر غني ننګرهار کې د خلکو غونډې ته وویل، افغانانو ته سوله د هوا او اوبو په څېر اړینه ده.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ځینې نور جګپوړي چارواکي ملګري وو. ښاغلي غني وویل، جمهوریت د ټولو افغانانو ګډه پانګه ده، چې د ساتلو او ثبات لپاره یې د ګډ کار اړتیا ده.

"زما ټوله دنده دا ده چې د ولس په اراده دولت خپل ځایناستي ته واک په قانوني توګه وسپاري، دلته جمهوریت زموږ او ستاسې مشترکه پانګه ده، چې پر یو او بل نیوکې او ګیلې کولی شو. غواړو نظام ثبات ته ورسوو، طالبان دې د ولس غېږې ته راشي، که ولس لاس پرې کېښود، زر وارې رادې شي، له جګړې د وتلو لپاره موږ حاضر یو په خپله غېږ کې یې ونیسو، دوی دې هم واقعیت ومني، چې اوسنی افغانستان د ۱۹۰۰ پخوا افغانستان نه دی".

د ننګرهار والي او ننګرهاریانو له ولسمشر ګیله لرله، چې دې ولایت ته ډېر پام نه کېږي، خو ولسمشر یې ځواب کې وویل چې د ننګرهار اصلاحي طرحه دې ورته وړاندې کړي مني یې "والي صاحب ته مې اختیار ورکړ، چې یوه میاشت کې د ولسوالانو او قومندانانو د ټاکلو طرحه راوړي، منم یې. دا ژمنه ده. حصارک شېرزاد او خوګیاڼي پر موږ حق لري، ۱۲۰۰ پاڅونوال به دغو ولسوالیو ته ورکړل شي".

ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د څلور زره ښوونکو بستونه هم منظور کړل.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم غونډې ته وویل، چې اوس د افغان دولت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مذکراتو بحث ډېر حساس شوی، چې په وینا یې طالبان هڅه کوي له دیني بحثونو ځانونه وباسي:

"طالبان هڅه کوي، چې له دیني مباحثو خپله پښه وباسي، موږ غواړو چې د شریعت په اساس مذاکره ورسره وکړو، خو دوی یې نه غواړي. ولسمشر تېر کال محاسبه کړې ده چې طالبانو لږترلږه د افغانستان اقتصاد ته دوه میلیارده ډالر زیان رسولی".

ښاغلي صالح زیاته کړه، که موږ وغواړو چې اوربند سر له سبا پیل شي، خو واقعیت کې دا امکان نه لري او د سولې بهیر به لا اوږد شي.

نوموړي وویل، طالبانو ته یې شرط دا دی چې "مشري د ټاکنو له لارې رامنځ ته شي، د کودتا عصر به نه وي، د ټوپک یا دسیسې له لارې باید رهبري ونه ټاکل شي، زموږ یوازېنی شرط دا دی چې ټاکنې باید یو اساسي او بنسټیز حق پاتې شي او طالبان له ټاکنو وېرېږي".

طالبانو د دې رپوټ د جوړېدا تر شېبې د ښاغلي غني او امرالله صالح څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.