تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني: طالبان دې له اوربنده نه وېرېږي او سوله دې وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې له اوربنده باید وېره ونلري او سولې ته غاړه کېږدي. نوموړي ویلي چې طالبان باید له نورو افغانانو سره د روغې جوړې جرات ولري.
ولسمشر غني دا څرګندونې سې شنبه دوحه کې د شخړې او بشري مطالعاتو مرکز ته په خپله وینا کې وکړې.
نوموړي وویل، دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۸ کال د اختر ورځو له اوربند وروسته طالبان اړ شول چې خپل جنګیالي په زوره بېرته د جګړې ډګر ته ولېږي.
وسلوالو طالبانو لا د افغان ولسمشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، او تر دې دمه یې د اوربند په اړه غوښتنې رد کړې دي.
د ولسمشر غني د وینا مهم ټکي څه وو؟
افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې د سولې هر ډول تړون به د افغانستان پارلمان او لویه جرګه تائیدوي، او سوله به یوازې د واکمنو ډلو ترمنځ نه، بلکې د ولس په کچه کېږي.
ښاغلي غني وویل، افغان ولس او حکومت یې سولې ته ژمن دي او له همدې کبله یې د نشه یي توکو څلور سوو لویو قاچاقبرانو په ګډون د طالبان زرګونه زندانیان خوشي کړل.
دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو ته په اشارې ولسمشر غني وویل، هر کله چې د افغان دولت مرکچي پلاوی کومې ستونزې سره مخ کېږي نو په دوه ساعتونو کې یې حل کوي.
خو نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو مرکچي پلاوی د ستونزو حل موندلو لپاره له دوه ورځو تر دوه اوونیو وخت نیسي.
افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان کې روانه شخړه کورنۍ جګړه نه، بلکې یوه سیمه ییزه جګړه ده چې نړیوال هېوادونه او ترهګرې شبکې پکې ښکېلې دي.
ولسمشر غني ډاډ څرګند کړ چې دا ځل نړیواله ټولنه، سیمه ییز هېوادونه او په افغانستان کې دننه بېلابېلې ډلې د سولې په اړه یوه خوله دي.
د اوربند په اړه د طالبانو دریځ څه دی؟
وسلوال طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي تړون کې د اوربند شرط نه شته، او پر دې موضوع به د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې خبرې کېږي.
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان دولت او طالبانو مرکچي ډلو په دوحه کې ناستې پیل کړې دي، خو لا هم د اصلی مذاکراتو لپاره پر یوه کړنلاره نه دي سره سلا شوې.
د دې ناستو له پیل راهیسې افغانستان کې په دوامداره توګه جګړه روانه ده او هره ورځ دواړو خواو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
افغان ولسمشر محمد شرف غني سې شنبه دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان دولت د طالبانو او امریکا خپلمنځي هوکړه کې شریک نه دی.
نوموړي وویل، طالبان باید دا ومني چې له افغانانو سره خبرو ته ناست دي، او روغه جوړه به هم افغانانو سره کوي.