بین الافغاني مذاکرات: د اجنډا د موضوعاتو لومړني لېستونه تبادله شول

طالبان

د عکس سرچینه، AFP

په افغان دولت کې د سرچینو او طالب ویاند په وینا په دوحه کې پر سولې مذاکراتي پلاوو د درې اوونیزې وقفې تر اخیستو وړاندې د اجنډا د موضوعاتو لومړني لېستونه سره تبادله کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم ټویټ کړی چې "دبین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د اجنډا د موضوعاتو ابتدایي ليستونه سره تبادله کړل او د موضوعاتو په اړه یې لومړني توضیحي بحثونه ترسره کړ."

ښاغلی نعیم زیاتوي دا چې لا ډېرو سلا مشورو ته اړتیا لیدل کېږي نو دواړو پلاوو هوکړه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر پنځمه به وقفه وکړي.

دواړو پلاوو تېره اوونۍ له شاوخوا دوه نیمو میاشتو هڅو او ګڼو غونډو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د رسمي ناستو پر کاري اصولو او طرزالعمل هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړ.

دغه پرمختګ په کور دننه او بهر له تود هرکلي سره مخامخ شو.

هممهاله نن د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاونه "باید د هېواد دننه تعقیب شي".

ښاغلي محب نن شنبه د لیندۍ/قوس ۲۲مه پر خپل ټویټر لیکلي چې دولت د دغو خبرو د ځای په اړه "ځانګړې ملاحظه" نه لري او چمتو دی د "هېواد هره سیمه چې طالبان پېشنهادوي" هلته د تاسیساتو د جوړولو په ګډون، بشپړ چمتوالی ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.

د ملي امنیت سلاکار دې ته په اشاره چې په افغانستان کې دننه مذاکرات به د عامو خلکو غږ ښه منعکس کړي لیکي: "د افغانستان دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي. مذاکره کوونکي به د خپلو هیوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي".

له طالبانو سره د خبرو اترو پیل د امریکا متحده ایالتونو په دوحه کې وکړ چې تر هغه وروسته د بین الافغاني خبرو پیل همالته وشو.

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی دولتي چارواکی د هر اړخیز مسولیت اخیستو ټټر وهي او پر هغو ټکو غږېږي چې ډېر مهال د کارپوهانو له خوا مطرح شوي.

محب

د عکس سرچینه، MOHIB FACEBOOK

د عکس تشریح، د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته د سولې خبرو اترو لېږد ګټور ګام بللی دی.

حمد الله محب وايي، بهر کې غږېدل به افغان سوله له باندنيو شرایطو اغېزمن کړي، خو په کور دننه ناسته به سوله د افغاني ټولنې له واقعیتونو اغېزمنه کړي. هغه لیکلي:

د دولت او طالبانو مذاکراتي پلاوو پر طرزالعمل له هوکړې وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا د بحث لپاره ګډه کومېټه جوړه کړه او ویل کېږي دواړو خواو یو بل سره د خپلو غوښتنو او لومړیتوبونو لیستونه هم تبادله کړي دي.

د چارشنبې پر ورځ وویل شول چې دواړو خواو د اجنډا لپاره د مقابل لوري د غوښتنو د ارزولو او سلامشورو په موخه لیدنې دوه ورځی ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ ناستې نن شنبه بېرته پیل شي خو اوس رپوټونه وايي چې په خبرو کې ځنډ ۲۰ نورې ورځې هم غځول شوی دی.

طالبانو تر اوسه د ملي امنیت د سلاکار پر دې غوښتنه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې داسې مهال ځنډیدلي چې جنګ جګړې روانې دي او ویل کېږي تر پخوا لا سختې او مرګونې شوې دي.

په دې لړ کې همدا نن شنبه یو ځل بیا پلازمېنه کابل کې لس توغندي ولګېدل چې د سر او مال زیانونه یې هم اړولي دي.

طالبان که څه هم وايي دا بریدونه دوی نه دي کړي خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر خپل ټوېټر لیکلي دغو بریدونو او ورته نورو پېښو وښوده چې اوربند ته عاجله اړتیا ده.