تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسي جرګې شپږو وزيرانو ته د باور او دوو ته د رد رايه ورکړه
د افغانستان ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې شپږو نوماند وزيرانو او د ملي امنيت رئيس ته د باور رايه ورکړه خو دوه وزيران په دې ونتوانېدل چې د ولسي جرګې د باور رايه خپله کړي.
د رایې ورکونې په جلسه کې د ښځو چارو وزارت لپاره نوماندې حسینې ساپۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره نوماند طاهر ظهیر ونه توانېدل د وکیلانو د باور رایې تر لاسه کړي.
نن د ولسي جرګې د غړو ګډون یا نصاب ۲۴۴ او د هر وزیر باید له وکیلانو د تایید لپاره ۱۲۳ رایې تر لاسه کړې وای.
د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره بیا نوماند وزیر محمد هارون چخانسوري ۱۵۴ د تایید، ۷۴ رد او ۱۶ نورې سپینې رایې تر لاسه او د دغه وزارت لپاره وزیر وټاکل شو.
انوارالحق احدي د ۱۸۹ د تاييد، ۱۹ رد ۲۹ باطلې او ۷ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره د کرنې اوبو لګونې او مالدارې وزير شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته نوماند نور رحمان اخلاقي له ولسي جرګې د تایید ۱۶۵، رد ۶۰ او ۱۹ سپینو رایو په ګټلو د دغه وزارت لپاره وزیر وټاکل شو.
د ټرانسپورت وزارت لپاره نوماند وزیر قدرت الله ذکي هم د دغه وزارت لپاره د افغانستان له ولسي جرګې د تایید رایه ترلاسه کړه.
د ځمکو او ښار جوړونې وزارت لپاره نوماند محمود کرزي هم د ۱۵۴ تایید، د ۳۸ باطلو او ۱۴ سپینو رایو په ګټلو سره د دغه وزارت وزیر شو.
د ټولګټو وزارت لپاره نوماند نجیب الله یمن هم د ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړه.
محمد طاهر زهير د ۷۸ تاييد، ۶۰ رد، ۶۹ باطلو او ۳۷ سپينو رايلو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې د اطلاعاتو او کلتور وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه خپله کړي.
حسينه ساپۍ هم د ۱۱۹ تاييد، ۹۴ رد، ۴ باطلو او ۲۱ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره د ښځو چارو وزيرې په توګه د ولسي جرګې د غړو د تاييد رايې په خپلولو کې بريالۍ نشوه.
ټاکل شوې د پاتو پنځو وزارتونو لپاره نوماند وزیران او د افغانستان بانک چارسمبالی سبا خپل کاري تګلارې ولسي جرګې ته وړاندې کړي او بله ورځ یعنې چارشنبې به ورته د رایې ورکونې صندقونه ایښودل کېږي.
تېره اونۍ هم د افغان کابیني لسو نوماند وزیرانو په یو وار له ولسي جرګې د تایید رایې تر لاسه کړې وې.
ټاکل شوې وه چې نوماند وزیرانو ته د رایې ورکونې دغه لړۍ وختې پای ته رسیدلې واي خو وروسته له هغې چې د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ادعا کړې وه چې د ولسي جرګې ځینې غړي په لویو بډو اخیستنو او فساد کې ښکېل دي نو ولسي جرګې د اعتراض په ډول دغه بهیر ځنډولې و، خو پیل یې وروسته له هغې وشو چې دوه ورځې د ولسي جرګې رئیس له ولسمشر غني سره ولېدل او وزیرانو ته د رایو د ورکړې لړۍ هم چټکه شوه.