تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین افغانستان کې د اسټرالیايي پوځ چلن په اړه د خپل چارواکي د ټویټ دفاع کړې
چین افغانستان کې د اسټرالیايي پوځ چلن په اړه د خپلو بهرنیو چارو د وزارت د یو جنجالي ټویټ دفاع کړې او وایي، اسټرالیا پر دې ټویټ نیوکو سره غواړي چې افغانستان کې د خپلو پوځیانو له جنګي جرمونو د خلکو پام بل لور ته واړوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د ویاند لیجیان ژاوو دغه ټویټر پیغام کې یو بوږنونکی تصویر شریک شوی چې ظاهراً پکې یو اسټرالیایی پوځي یو افغان ماشوم ګواښي.
له جعلي تصویر سره دغه ټویټر پیغام د هغه رپوټ غبرګون کې خپور شو چې تېره میاشت خپور شوی او په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو جنګي جرمونو ادعا پکې شوې.
اسټرالیایي رسنیو او چارواکو وروسته وویل چې دا تصویر جعلي دی، او له چین یې غوښته وکړه چې د دې ټویټر پیغام له کبله بښنه وغواړي.
د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ مورېسن وايي، بیجینګ باید د دې 'کرکجن ' تصویر خپرولو له کبله 'سخت شرم ' وکړي. د دې تصویر په هکله د نیوزلنډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن هم له بیجینګ سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.
خو بل لور ته بیجینګ دا نیوکې رد کړې دي او وايي، اسټرالیا ' 'هڅه کوي، د دوه اړخیزو اړیکو خرابولو تور پر چین ولګوي. ''
د سې شنبې پر ورځ په اسټرالیا کې د چین سفارت له هیڅ ډول بښنې غوښتو پرته د اسټرالیا د لومړي وزیر ښاغلي موریسن پر څرګندونو اعتراض کړی.
په اعلامیه کې ویل شوي.
''لګول شوي تورونه دوه هدفونه لري. یو دا چې د ځانګړو اسټرالیايي پوځیانو له لوري له بوږنونکو جنایتونو پام بل لور ته واړول شي، دویم دا چې د خړپړېدونکو دوه اړخیزو اړیکو تور پر چین پورې شي. کېدای شي په کور دننه د ملتپالنې احساساتو پارولو هڅه هم پکې وي. زموږ مشوره دا ده، چې اسټرالیایی لوری هغه جرمونه ومني چې اسټرالیايي پوځیانو په افغانستان کې کړي، د هغو کسانو احتساب وکړي چې دغه جرمونه یې کړي او له قربانیانو سره انصاف وشي '' .
د افغان حکومت غبرګون
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه اعلامیه کې وايي، له یوه افغان سره د چلن په هکله اسټرالیايي سرتېري د عکس له خپرېدو خبر دي او د دې انځور د شالید په هکله یې پلټنې پیل کړې دي:
"د بهرنیو چارو وزارت پخوا هم افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د نامناسب چلن په هکله له اسټرالیا سره رغنده پلټنې پیل کړې دي، چې د دې نامناسب چلن عاملان په سزا ورسېږي او عدالت پلی شي."
د دې وزارت په خبره، افغان او اسټرالیايي حکومتونه دې برخه کې نږدې همکاري سره کوي.
د اسټرالیایي پوځیانو لخوا د ولسي افغانانو وژنه
د اسټرالیا دفاع وزارت د نومبر پر ۱۸ وویل، کره شواهد په لاس ورغلي چې ښيي د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو د افغان جګړې پر مهال ۳۹ افغان ولسي وګړي بې قانونه وژلي دي.
دغه پلټنه کې ۷۵ پېښې ارزول شوې او هم له۳۰۰ ډېرو شاهدانو سره خبرې شوې دي.
هغه مهال د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن له افغان ولسمشر سره ټلیفوني خبرو کې د دې رپوټ د موندنو په تړاو خپله خواشیني وښوده.
د اسټرالیا لوی درستیز انګس کمپبل هم خبري غونډه کې له افغانانو بښنه وغوښته: "د اسټرالیا د پوځ په استازیتوب له افغانانو د زړه له کومې او بې درېغه بښنه غواړم. "
د اسټرالیا پوځ وايي، د ولسي افغانانو وژونکي پوځیان به محاکمه شي.
وروستیو کلونو کې د اسټرالیايي سرتېرو په لاس د افغان بندیانو او ولسي وګړو د وژلو په هکله رپوټونه خپاره شول.
څو اونۍ مخکې د اسټرالیا لومړي وزیر وویل، د دې جنګي جرمونو د ادعاوو په هکله پلټنې کوي چې مسوول یې مالوم او قضايي تعقیب سره مخ شي.
اسټرالیا لا هم افغانستان کې څلور سوه سرتېري لري چې له امریکايي او نورو ځواکونو سره د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.