سل ښځې؛ سمیه فاروقي له هراته تر واشنګټنه

    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د هرات روباټ جووړونکي ټیم مشره سمیه فاروقي د بي بي سي ۲۰۲۰ کال سل ښځو په ډله کې راغلې، هغوی چې په ټولنه کې مثبت بدلونونه راوستي.

د افغانستان په څېر یوه جګړه ځپلي هېواد او دودیزه ټولنه کې د یوې نجلۍ ځلېدل هغه هم د ټیکنالوجۍ او په نړیوالو لوبو کې د لوړو مقامونو خپلول یې ټولو ته د حیرانتیا خبره ده.

د سمیه فارقي د ژوند مخینه دا روښانوي چې د افغان نجونو لوړ استعدادونه د دود او محرومیت تر پردو لاندې پټ دي.

خو که هغوی ته زمینه برابره شي، نو د خلاقیت او فکر هېڅ کمی نه لري.

د افغانستان په لوېدیځ هرات کې په ۲۰۱۷ کال کې اعلان وشو چې کېدای شي په دغه ولایت کې د نجونو د روباټ جوړونې یوه ډله جوړه شي.

۱۵۰ نجونې د ازموینې په موخه میدان ته راغلې چې ددغه ټیم غړیتوب تر لاسه کړي،هغوی په ازموینه کې ګډون وکړ چې په پایله کې شل کسانې وټاکل شوې. له دغو شلو کسانو یوازې شپږ یې دغه ټیم ته بریالۍ شوې، هغوی په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره دوه شرطونه درلودل.

لومړی دا چې په ریاضیاتو او برېښنا کې ډېر مالومات ولري او بل دا چې بهرنیو سفرونو لپاره یې د کورنۍ اجازه ولري.

له دغې ډللې یوه هم سمیه فاروقي ده چې ددغه ټیم مشرې پر غاړه لري هغه ۱۷ کلنه او د یولسم ټولګي زده کوونکې ده.

سمیه له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای په تېرو دریو کلونو کې امریکا، کاناډا ، المان، هالنډ، قطر، عربي امارتو او ترکیه ته سفرونه کړي او هلته یې په یو شمېر نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی.

د سمیه لومړنۍ سفر د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته و چې و یې شو کولای له هغه ځایه د سپینو زرو د مېړانې تر لاسه کړي. هغه روباټ چې دوی په دغه سیالۍ کې نندارې ته وړاندې کړ د توپ د رنګ تشخیص و او د یوې سیالي د قوانینو مطابق یې عمله کاوه.

دغې ډلې په هالنډ کې هم د خلاقیت جایزه تر لاسه کړه او په المان کې د مکانیک په روزنیزه کارګاه کې هم ګډون کړی و.

دغې ډلې چې هر هېواد ته سفر کړی ارزښتناکې جایزې تر لاسه کړي.

د دوی ستونزې څه دي؟

روباټ جوړوونکي ټیم بېلابېلو هېوادونو ته ګڼ سفرونه کړي چې په رسنیو کې دغه ټیم فعالیت ته هم په پراخه کچه پوښښ ورکړ. ډېر به فکر کوي چې ټول هر څه د دغو نجونو د هیلو سره مخ ته روان دي خو هغه څه چې دوی تجربه کوي د خلکو له فکرونو سره تو پیر لري.

سمیه فاروقي وایي "د روباټ جوړونې په برخه کې کار کول او بیا په افغانستان کې په ټوله کې د ټیکنالوجۍ برخه کې کار کول ستونزې لري، ځکه تر اوسه خلک له دې برخې سره بلدتیا نه لري له همدې امله موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو."

"لومړیو کې حالات خراب وو د خلکو ډېرې منفي خبرې مو اورېدلې خو له هغې وروسته مو وضعیت ښه شو چې زموږ لاسته راوړنې یې ولیدلې اوس مو خلک ډېرې هڅوي او ډېر کم منفي نظریات تر لاسه کوو"

د افغان روباټ جوړوونکو نجونو په وړاندې یوازې ټولنیزې او سنتي ستونزې نه دي پرتې، بلکې دوی د مالي امکاناتو نه شتون هم د خپل کار په وړاندې یوه جدي ستونزه بولي.

سمیه فاروقي د خپل کار په اړه وایي" تر اوسه د خپل کار لپاره مشخص ځای نه لرو د کار وسایل هم کم لرو کله چې په یو نوي روباټ جوړولو کار پیلوو اړ کېږو چې له پخواني روباټ ځینې برخې جلا کړو او له توکو یې په نوي روباټ کې کار واخلو ان تر دې چې لومړنی روباټ مو له منځه یووړو او له هغه مو بل څه جوړ کړل."

"ډېری فکر کوي افغانان یوازې د جنګ فکر لري خو موږ چمتو یو چې دافغان مېر منو خلاقیت نړیوالو ته وښیو."

سمیه او ملګرې یې په یو جنګ ځپلي هېواد کې کار کوي امنیتي ستونزې هم لري، خو له دې ټولو سره سره وایي، ورته روښانه شوې چې څنګه له فرصتونو ګټه پورته کړي، سمیه فاروقي په دې باور ده چې هره ماته د بریا لپاره پیلامه وي او داسې هېڅ نشته چې غیر ممکن وي.

هغې له بي بي سي سره په خبرو کې افغان نجونو ته په خطاب کې وویل" توپیرنه کوي موخه مو څه ده خو له خپلو موخو مو مه لاس په سر کېږئ".