نیمروز کې د طالبانو برید؛ ۲۰ افغان سرتېري ووژل او ۶ ونیول شول

د افغانستان سوېل ته د نیمرزو په خاشرود ولسوالۍ کې چارواکي وايي، بېګا د شپې یوه نیمه بجه د ملي اردو پر یوه مرکز د وسلوالو طالبانو برید کې ۲۰ افغان سرتېري وژل شوي او شپږ نیول شوي دي.

د خاشرود ولسوال جلیل وطندوست د بي بي سي خبریال نصیر بهزاد سره خبرو کې د دې مرګ ژوبلې منلو سره وویل، چې دې برید کې د دریو ټپیانو په ګډون شپږ سرتېري طالبانو نیولي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې دغه مرکز اوس د طالبانو په لاس کې دی: "لا هم د افغان ځواکونو مړي د جګړې په ډګر کې پراته دي او د ځايي مشرانو په منځګړتوب یې ترلاسول غواړي."

څه مهال مخکې هم دې مرکز باندې د وسلوالو طالبانو برید کې ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ کسان ټپیان وو.

ولسوال جلیل وطندوست وايي،په هغه برید کې طالبانو د دوو هاموی زغرګاډو په ګډون سپکه او درنه وسله هم له دې مرکز وړې وه.

نوموړی زیاتوي، څو ورځې مخکې د افغان ځواکونو دا مرکز بېرته اکمال شو، خو طالبانو بیا د شپې برید وکړ او مرکز یې یو مخ له منځه یووړ.

دا د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د اکتوبر پر ۲۱ د افغان ځواکونو پر مرکز له برید وروسته خونړۍ پېښه ده.

د تخار د چارواکو په خبره، په هغه برید کې تر ۴۰ افغان سرتېري ووژل شول.