تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د پاکستان سفارت: افغانانو ته د ویزو ورکولو لپاره مو بېړني ګامونه اخیستي
په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د سهولت لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي. یاد سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د سفارت ترڅنګ يې په ننګرهار، کندهار، هرات او مزارشریف کې د دغه هېواد اړوندو کونسلګریو هم هغه خدمات پيل کړي چې د کورونا وبا له کبله ځنډيدلي وو.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، سفارت هڅه کوي د افغان وګړو لپاره د پاکستان د ویزو د نوې اعلان شوې تګلارې له مخې د ويزې ورکولو بهير ساده او اسانه کړي.
د پاکستان سفارت دا اعلان پر داسې مهال کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې یو شمېر هغو کسانو چې یاد سفارت ته د ویزې ترلاسه کولو لپاره ورځي، په دې پروسه کې د خنډونو او فساد پر ضد اعتراضونه وکړل.
دغه افغانان وایي، سفارت د ویزې ورکولو لپاره په ورځ کې یوازې دوه ساعته کار کوي، او تور لګوي چې د سفارت مخې ته کمېشن کاران له خلکو پیسې اخلي او کار یې ور خلاصوي.
خو د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان وګړو لپاره د پاکستان ویزه وړیا ده، او سفارت ته د ویزې لپاره ورتلونکو کسانو ته یې سپارښتنه کړې چې چا ته دې پیسې نه ورکوي.
د افغانانو لپاره د ویزو نوې پالیسي
په افغانستان او سیمه کې د کورونا وېروس خپورېدو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې او د وېزې ورکولو لړۍ يې هم درولې وه.
کابو دوې اوونۍ مخکې د پاکستان کابينې افغانانو ته د ويزې ورکولو نوې تګلاره تصويب.
د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي صادق خان ویلي وو، د دې نوې پالیسۍ له مخې به د افغان وګړو لپاره د پاکستان د ویزې ترلاسه کول اسانه شي، او په یوه ویزه به څو ځله پاکستان ته سفر کولی شي.
نوموړی ویلي وو چې له دې وروسته به افغانانو ته کاروبار او پانګونې لپاره ځانګړې ویزې ورکول کېږي، او افغان محصلینو لپاره هم د ویزو یوه ځانګړې کټګوري رامنځته کېږي.
صادق خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د ناروغو کسانو لپاره د (روغتیایي ویزه) په نامه یوه ځانګړې کټګوري رامنځته شوې چې له کرښې د اوښتو پر وخت به ورته لګول کېږي.
خو تر اوسه روښانه نه ده چې ایا له سې شنبې ورځې به افغانانو ته د همدې نوې پالیسۍ له مخې د پاکستان ویزې ورکول کېږي که څنګه.
هر کال ګڼ شمېر افغانان د کاروبار، درملنې او نورو بېلابېلو دلایلو له کبله پاکستان ته سفر کوي.
له دې پرته دا مهال ګڼ شمېر افغانان په پاکستان کې مېشت دي او د کورنۍ غړي او خپلوان یې د لیدو لپاره اړ دي چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.