تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانانو ته د ویزې ورکولو لپاره د پاکستان نوې پالیسي؛ ناروغانو ته به په تورخم او چمن کې ویزه لګېږي
د پاکستان کابینې افغان وګړو ته د پاکستان ویزې ورکولو لپاره یوه نوې تګلاره یا پالیسې منلې ده. دغه خبره د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي صادق خان نن سې شنبه پر خپله ټوېټر پانه کړې ده.
صادق خان لیکلي، د دې نوې پالیسۍ له مخې به د افغان وګړو لپاره د پاکستان د ویزې ترلاسه کول اسانه شي، او په یوه ویزه به څو ځله پاکستان ته سفر کولی شي.
نوموړی زیاتوي چې له دې وروسته به افغانانو ته کاروبار او پانګونې لپاره ځانګړې ویزې ورکول کېږي، او افغان محصلینو لپاره هم د ویزو یوه ځانګړې کټګوري رامنځته کېږي.
صادق خان لیکلي چې د ناروغو کسانو لپاره د (روغتیایي ویزه) په نامه یوه ځانګړې کټګوري رامنځته شوې چې له کرښې د اوښتو پر وخت به ورته لګول کېږي.
نوموړی وایي، په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ به ډېر ژر د ویزو ورکولو بهیر بیا پیل کړي.
تورخم لار ویزه لرونکو افغانانو ته پرانیستل شوه
د پاکستاني چارواکو له دې اعلان سره سم د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې چارواکي وايي، د تورخم لار د سې شنبې په ورځ( د سپټمبر ۲۹) ځايي وخت لس بجې هغو افغانانو ته پرانیستل شوه چې د پاکستان ویزې لري.
د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د تورخم لار لس بجې د هغو افغانانو لپاره ګوزې پښتونخوا ته پرانیستل شوې چې ویزې لري.
د نوموړي په خبره، په دغه لار د مساپرو تګ ځکه کم دی چې ډېر کسان ویزې نه لري.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار صادق خان ویلي وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم په ګډون ټولې لارې پرانیځي.
صادق خان خپل ټوېټر کې زیاتوي، دا لارې به اونۍ کې د څلورو ورځو لپاره پرانیستې وي:
"د تورخم په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان سره ټولې ګډې پولې به سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه او شنبه یا خالي ورځ د مسافرو لپاره پرانستل شي."
پاکستان د تېرې مارچ په نيمايي کې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې له افغانستان سره ټولې لارې د تګ راتګ او سوداګريزو موټرو پر مخ وتړلې، خو د اپرېل او مۍ په لومړیو کې یې د څو ورځو لپاره هغه هېواد کې ایسارو افغانانو ته دواړه لارې پرانیستې.
پاکستان د اپرېل وروستیو کې له افغانستان سره تورخم او سپین بولدک د باري ګاډو لپاره اول د دریو او بیا د پنځو ورځو لپاره پرانیستې.
پاکستان د تېر اګسټ پر ۲۱ د افغانستان سوېل ته په کندهار ولایت کې د سپین بولدک - چمن تر منځ لار په دایمي توګه د پلي کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیسته.
د سپین بولدک کمیسار شریف غرزي هغه مهال بي بي سي ته وویل د پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته دې پریکړي ته رسیدلي، چې د دواړو خواو څخه به کسان د پخوانیو شرایطو پر بنسټ تګ راتګ کوي.
د پخوانيو شرایطو پر بنسټ د چمن ښار اوسیدونکي د شناخت کارډ ( پاکستانۍ پیژند پاڼه ) او د دې غاړې اوسیدونکي به د تذکرې په ښودولو سره د ویش پر دروازه تګ راتګ کوي.
نورې لارې پرانیستل
د پاکستان د لومړي وزیر د افغانستان چارو استازي صادق خان د سپن بولدک- چمن لار د پرانیستو په ورځ وویل پر تورخم د بیروبار کمېدو لپاره به کورمه کې خرلڅي، شمالي وزیرستان کې ګلام/غلام خان او سوېلي وزیرستان کې انګور اډه بندر هم د سوداګرۍ او ټرنزېټ لپاره پرانیستل شي.
د نوموړي له دې څرګندونو څو ورځې وروسته دا لارې باري ګاډو ته پرانیستې دي.