امنیه قوماندان: "د هلمند د سقوط " لپاره مو د وسله والو مخالفینو پلان شنډ کړ

د هلمند امنیتي چارواکي وايي د دې ولایت د نیولو لپاره یې د وسله والو طالبانو پلان شنډ کړی او په ځوابي برید کې ۱۷۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د هلمند ځینو سیمو ته پرون ناوخته تازه دمي سرتیري واستول شول او چاڼیز عملیات دوام لري.

د هلمند امنیه قوماندان خلیل الرحمن جواد نن ( دوشنبې اکتوبر ۱۲ ) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کندهار، فراه ، اروزګان او د هلمند له شمالي سیمو طالبان را ټول شوي وو او د هلمند د نیولو پلان یې درلود.

خو ښاغلي جواد وویل دا برید له ماتې سره مخامخ شوی او دده په وینا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هلمند په باباجي، نادعلي، نهر سراج، ناوه، تریخ ناور او ځینو نورو سیمو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۱۷۰ وسله وال مخالین وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

خو د هلمند امنیه قوماندان افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. ښاغلي جوادي وویل په باباجي ،نادعلي او۶۰۱شاهراه کنډک اړوند سیمو کې افغان ملي امنیتي اودفاعي ځواکونو دولسي وګړو دمرګ ژوبلي دمخنیوي لپاره تکتیکي شاه تګ وکړ خو د ده په وینا ددې سیمو نیولو لپاره افغان ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړي دي . د هلمند د امنیه قوماندان له دې څرګندونو وړاندې په سویل کې ځايي چارواکي ویلي وو، د هلمند مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ته یې تازه دم سرتېري بېګا لېږلي دي.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په څنډو کې افغان ځواکونه او وسلوال طالبان د یکشنبې ورځې له سهار راهیسې په سخته جګړه بوخت دي، خو اوس حکومتي چارواکي وايي چې د تازه دم سرتیرو په رسېدو سره چاڼیز عملیات روان دي.

وسلوالو طالبانو پرون د ښار څلورمه حوزه(باباجي سیمه) ونیوله او اوس جګړه دریمه حوزه کې روانه ده.

د دې جګړې له امله په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوې او ځینې سیمو کې د لوټ تالان خبرونه هم ورکول کېږي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، بېګا د وسلوالو پر ټولو اهدافو هوایي بریدونه شوي دي:

"په لوی شمېر هغه وسایط ، چې د دغې ډلې وسلوال پکې راغلي یا را روان وو تر برید لاندې راغلي، په هغو سیمو کې، چې دغې ډلې غوښتل پر مختګ وکړي مخه یې نیول شوې ده."

د کورنیو چارو وزارت ویاند هم وايي، د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې تر اتیا وسلوال وژل شوي او تر سلو ټپیان دي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین هم د بي بي سي خبریال مامون دوراني ته ویلي، د جګړې لپاره نور تجهیزات او وسلې ور رسېدلي دي:

"اول کې ستونزې وې، اوس کمربندونه سره ترتیب شوي، ټولې برخې کلکې دفاع ته ولاړې دي او پلانونه شته چې نورو حرکتونو ته دوام ورکړو."

نوموړی زیاتوي چې ناوې ولسوالۍ ته یې هم تازه دم سرتېري لېږل شوي دي.

د هلمند والي پر فیسبوک پاڼه یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د هلمند د وضعیت په اړه له ده سره ټلفوني خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې "نظامي بنسټونو ته یې امر کړی چې هلمند تر جدي حمایت او پاملرنې لاندې ونیسي" او دا چې " د هيواد دښمنانو ته به پر هلمند ولايت حمله ډېره ګرانه تمامه شي".

دغه راز د ملي امنیت لوی ریاست ولایتي مرستیال جنرال نظر علي خان واحدي د یوه پوځي پلاوي په مشرۍ لښکرګاه ته رسېدلی دی.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

نادعلي او مارجه کې هم جګړه روانه ده او ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو په لارو کې کوم بمونه اېښي، هغه شنډ او وران شوي پلونه به ورغوي او له دې لارې خپل عملیات چټک کړي.

د جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو حال

سلګونه شمېر کورنۍ له باباجي سیمې وتلې او لښکر ګاه ښار ته یې ځانونه رسولي دي. دا سیمه د لښکرګاه شمالي برخه کې د هلمند سیند بلې غاړې ته پرته ده او د نادعلي ولسوالۍ سره پوله لري.

‍د هلمند د کډوالو چارو رئيس محمد رامین وايي چې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنۍ د جګړې له سیمو مرکز لښکر ګاه ته راغلي دي.

ښاغلی رامین وايي چې دوی د بېړنیو مرستو لپاره اسانتیاوې نه لري او که مرستندویه ټولنې هم نه شي کولی چې په لنډ مهال کې له دې کورنیو سره مرسته وکړي، د ده په وینا ښايي یوه اونۍ کې دغه بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شي.

د سیمېي اوسیدونکي وایي وسلوالو دوه ورځې وړاندې د شپې دولس بجې پر څلورمه حوزه چې په بابا جي سیمه کې ده برید پیل کړ او ور سره سم سلګونه کورنۍ د خپلو کورنو پرېښود ته اړ شولې .

د باباجي اوسیدونکی دل اغا چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای مرکز لښکرګاه ته راغلی بي بي سي ته وویل، دوی یوازې خپل سر خوندي کړی او ټول کور او شته یې هلته پاتې دي.

نوموړی وایي سلګونو طالبانو د شپې دولس بجې د سپکو او درنو وسلو په کارولو پر باباجي جګړه پیل کړه.د دل اغا په خبره خلک له کورونو د تېښتې په حال کې وو او ښایي ډېرو ته د جګړې له کبله د سرزیان هم اوښتی وي.

له باباجي راغلي خلک مرکز لښکرګاه کې د خپلو دوستانو کورنو کې ځای پر ځای شوي دي.

د باباجي د رحیم خیلو له کلي راغلی حکمت الله وایي وړمه شپه د دوی د دوستانو پر کور د هاوان ګولۍ لګېدلې، چې له کبله یې دوه میرمنې وژل شوې او دوه نورې ژوبلې شوې دي. حکمت الله وایي د خلکو شنه کښتونه او څاروي په سیمه کې پاتې دي.

د برېښنا مرکز د یوې برخې لوټل

د برېښنا شرکت یوې سرچینې ومنله، چې وسلوالو طالبانو پرون( د اکټوبر ۱۱) د لښکرګاه دوه لارې له یوه سبسټیشن د دغه شرکت ۱۵ کارمنان له ځان سره بیولي دي.

د نوموړي په خبره، وروسته ځایي خلکو د برېښنا د دې مرکز یوه برخه لوټلې ده.

سهار کې د دې مرکز یوې برخې ته اور اچول شوی دی، خو تخنیکي برخه یې زیانمنه شوې نه ده.

دوه ډلې دې مرکز ته ځې چې د نور تاوان مخه یې ونیسي.

دغه برېښنا مرکز د هلمند او د کندهار د میوند ولسوالۍ ترمنځ پروت دی او کندهار او مرکز لښکرګاه ته برېښنا رسوي.

د هلمند سره پر پوله د کندهار میوند ولسوالۍ ته هم نوي سرتېري استول شوي چې د دې ولسوالۍ د لارې امنیت وساتي.

لکه کله چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په قطر کې د افغان سولې بهیر نوي پړاو ته داخل شوي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوي، پر لښکرګاه دا برید د طالبانو تر ټولو لوی او پراخ برید دی.

طالبانو وړاندې ویلي چې له امریکا سره د تړون له مخې یې د تاوتریخوالي کمولو لړ کې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نه کوي. خو افغان چارواکو ویلي چې د سولې خبرو سره هم مهال طالبانو جګړه پراخه کړي او د هېواد په بیلابیلو سیمو کې بریدونه کوي.

وسله وال طالبان بیا د جګړې د پراخېدو تور پر افغان حکومت پورې کوي.