تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لغمان کې چاودنې ولسوال وواژه؛ کندهار، هلمند او زابل کې هم ۷ افغان سرتېري وژل شوي
د افغانستان ختيځ ولايت لغمان کې یوې چاودنې د دولت شاه ولسوال وواژه. ځايي چارواکي وایي، دا چاودنه نن (اکتوبر ۷) له غرمې وروسته دوې بجې په اندا کوري سيمه کې په هغه موټر شوې چې د دولت شاه ولسوال سيد شریف پاچا په کې سفر کاوه. وسلوالو طالبانو د دې برید مسئولیت منلی دی.
پېښه کې د ولسوال د دو ساتونکو په ګډون درې امنیتي کسان وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي، خو طالبانو وایي چې د ولسوال ترڅنګ یې یو بل مهم افسر او شپږ تنه پولیس هم وژلي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي بي بي سي ته وویل، ولسوال په هاموې موټر کې له نجيل پوځي مرکزه، ولسوالۍ ته پر لاره و چې پرې سړک کې خښ شوی ماين چاودېدلی دی.
په تېرو درې ورځو کې دا په لغمان کې د ناامنۍ درېيمه لويه پېښه ده.
تېر مازديګر په قرغيو ولسوالۍ کې د ولايتي شورا رييس د سړک د غاړې ماين ژوبللی و او د وړمې ورځې په سهار بيا مهترلام کې د والي په موټريز کاروان موټربم ځانمرګي کې د والي د ۴ ساتونکو په ګډون ۸ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ژوبل شوي وو.
هلمند، کندهار او زابل کې د تاوتریخوالي پېښې
بل لور ته د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي تېره شپه ۱۱ بجې وسلوالو طالبانو د نهر سراج ولسوالۍ یخچال سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم برید کړی، چي د افغان امنیتي ځواکونو څلور سرتېري پکې وژل شوي دي.
په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له قوله وایي یوه ځانمرګي بریدګر په خپل موټر کي ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي الوځولي او بیا یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.
ښاغلی ځواک وایي په دغه برید کي څلور پوځیان وژل سوي او درې نور ژوبلېدلي دي. خو ځینې راپورونه بیا د وژل شویو او ټپیانو شمېر لس تنه ښيي.
وسلوالو طالبانو تېره شپه د هلمند په ګاونډي کندهار ولایت کې هم د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي. د رپوټونو پر بنسټ دغه نښته کي درې افغان سرتېري ژوبل شوي دي.
بل خوا نن سهار وختي د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د کندهار - کابل پر لویه لاره د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو په یوه برید کي ۳ پوليس سرتېري وژل شوي دي او دوه نور ژوبلېدلي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، وسلوالو دوه ځله پر دغه پوسته برید کړی، چي په خبره يې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم وسلوالو طالبانو د کندهار او زابل د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه ډله وایي تېره شپه یې هلمند کې د افغان پوځیانو پر یوه مرکز برید کړی او د ۷ افغان پوځیانو د وژل کېدو خبره کوي.