رباني: بین الافغاني خبرو کې ښکېل پلاوي د ټول افغانستان استازیتوب نه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د جمعیت اسلاميګوند مشر صلاح الدین رباني وايي، په دوحه کې د سولې په تړاو مذاکره کوونکی ټیم د ټول افغانستان د خلکو استازولي نه شي کولی او هره ډله چې له دغه بهیره بهر پاتې کېږي د افغانستان شخړه به پر خپل ځای پاتې وي.
صلاح الدین رباني د خپل پلار او پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د نهم تلین نمانځغونډه کې وویل، له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم میکانیزم نیمګړی دی او که دوحه کې کومه هوکړه لاسلیک هم شي موقتي به وي.
خو پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشرانو په دغه غونډه کې د جګړې په پای او د سولې د ټینګښت لپاره د یو بل پر منلو ټینګار وکړ.
صلاح الدین رباني هغه خبرې رد کړې چې په وينا يې په هېواد کې یو شمېر ډلې ټپلې غواړي داسې وښیي چې د سولې له روان بهیر سره د جمعیت ګوند مخالف دی.
ښاغلي رباني وویل، په هېواد کې له سولې سره مخالف نه دی بلکه د دغه بهیر پر څرنګوالي نیوکې لري. نوموړي وویل:
"د سولې د خبرو په اوسنیو دوه اړخیزو خبرو کې ژور ملي او داخلي بحث شونی نه دی او باید په یوه څو اړخیز چوکاټ بدل شي ځکه د هغو دلایلو له امله چې موږ او تاسو پوهېږو هېڅ لوری په یوازې د افغانستان د ټولو خلکو استازولي نه کوي. نه باید، تکراروم چې نه باید د تېر ترخې تجربې تکرار کړو. ځکه هره ډله چې د سولې له خبرو بهر پاتې شي، معنا یې دا ده چې د افغانستان د یوې برخې خلکو استازی په دغو خبرو کې حضور نه لري. "
جمعیت ګوند په افغانستان کې یو مهم ګوند ګڼل کېږي چې په اویایمه لسیزه کې یې کلونه د طالبانو د واکمنۍ پرضد جګړه وکړه.
د افغانستان د روغې جوړې د ملي شورا مشرعبدالله عبدالله چې کلونه د دغه ګوند غړی و او کلونه یې له طالبانو سره جګړه کړې، په دغه نمانځغونډه کې وویل دوحې ته له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدو په موخه تللی و. نوموړي وویل:
"په هغه هېواد کې چې په ورځني ډول پنځوس تر سلو کسانو وژل کېږي هغه که دېخوا وي او که هغه لوری، نو په داسې یو هېواد کې که مونږ ووایو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره دې روان وضعیت روان وي دا د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده. خو که مقابل لوری دغه فرصت هم له لاسه وکړي دا نو بیا د یوه بیله موضوع ده نه غواړم چې نن یې په اړه خبرې وکړم، دا د ټول افغانستان د وګړو لپاره یو ښه فرصت دی او که څوک دا فکر کوي چې د جګړې د دوام لپاره به بیا هم یو فرصت پیدا شي دا یو تېروتنه ده."
د افغانستان د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق په هېواد کې د اوربند د غوښتنې تر څنګ وویل یو شمېر داسې کړۍ هم شته چې د سولې پر بهیر د خلکو د باور د کمېدو لامل شوې.

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah f/b
د مارشال عبدالرشید دوستم لېږل شوي پیغام کې چې یوه استازي یې ولوست ویل شوي طالبانو سره د خبرو هرکلی شوی خو دغه پیغام یې یو ډول ګواښوونکي هم و.
هغه ویلي وو چې که له طالبانو سره مذاکرات مثبته پایله و نه لري له دې ډلې سره جګړې ته چمتو دی.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا په همدې غونډه کې وویل چې خلک دې زغم وکاروي او په یووالي سره کېدای شي میدان وګټي. ښاغليصالح زیاته کړه:
"دغو خبرو کې د یو موټي ملت او د افغان او افعانستان، د نظام او یو بیرغ په نوم درېدل د دې سبب کېږي چې څه له لاسه ور نه کړو، بلکې څه چې د طالب او وسلوال په نوم دي د خپل هېواد غېږ ته راشي. تر یوه بیرغ او یوه بام لاندې د سیاست له لارې د مدرسې او مسجد له لارې سیاست ته مخه کړي"









