بلخ کې پر افغان ځواکونو د موټر بم برید مسوولیت طالبانو ومانه

د افغانستان شمال ته په بلخ ولایت کې ځایي چارواکي وايي، د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې سهار ځايي وخت نږدې نهه بجې( د سې شنبې ورځ د اګسټ ۲۵) د کمانډو ځواکونو له قطعې سره نږدې موټر بم برید شوی دی.

په بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، برید پر کمانډو ځواکونو شوی او له امله یې شپږ کمانډو ټپیان او یو وژل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت هم د یوې اعلامیې خپرولو سره په برید کې کمانډو ځواکونو ورته مرګ ژوبله تاییدوي.

خو زیاتوي چې دې پېښه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

حنیف رضايي د دوو ولسي وګړو مړینه تاییدوي، خو وایي لومړنۍ شمېرې ښيي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۵ ولسي وګړي دې برید کې ټپیان دي او د خلکو کورونو ته هم ډېر زیان رسېدلی دی:

"ځواکونه سیمې ته رسېدلي، د خلکو درملنه کوي او که کورونه ډېر ویجاړ وي، ترې باسي یې."

وسلوال طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد یوه اعلامیه کې وايي، برید د ځانګړو ځواکونو د صفر شپږ قطعې په مرکز شوی دی او ادعا کوي چې لسګونه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې او پوځي وسایط هم له منځه تللي دي.

خو د شاهین قول اردو وايي، موټربم دې مرکز ته نفوذ نه دی کړی او له امله یې ولس ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

کور مې وران شو چېرې لاړ شم؟

د محمد عالم په نوم د پېښې یوه شاهد بي بي سي ته وویل، چاودنه کې یې ټول انګړ او کور وران شوی او لور او لمسی یې ټپیان شوي دي:

ګاونډیانو کې مې یوه کور کې دوه ټپیان او بل کې درې ټپیان دي.

نوموړی وايي، په کور یې اتلس لکه افغانۍ لګښت کړی و، خو اوس ویجاړ شوی او د اوسېدو نه دی.

د پېښې له ځای انځورونه ښيي چې دې برید کې شاوخوا کورونه زیانمن شوي او ان ځینې یو مخ ویجاړ شوي دي