تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د ولایتونو ترمنځ پر لویو لارو ناامني ډېره شوې
- Author, نصرت الله تسل
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د نورو لویو لارو غوندې د سووېل ختیځ لوګر او شمال ختیځ کندوز پر لویو لارو نږدې هر ورځ جګړه کیږي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم پکې ډېر ځله مرګژوبله اوړي.
د لویو لارو مساپر وايي، د سپرلۍ موټر پر مایونونو ور برابریږي، د جګړې منځ کې ایساریږي او له همدې لارو طالبان حکومتي مامورین هم برمته کوي.
د لوګر- کابل پر سړک نږدې هره ورځ جګړه کیږي. څو ورځې مخکې پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډیو لاس په لاس شوه، چې پکې د لوګر مرکز اړوند د علي خان کلا او جمعه کلا ترمنځ، عامې لارې ته وسلوال طالبان را وتلي او موټر تلاشي کوي.
څو ورځې وړاندې هم د خوست او پکتیا د سپرلۍ موټر، د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ پر جګړه ور برابر شوی او ۱۲ مساپر په کې ژوبل شوي وو.
زلمی د پکتیا- کابل پر لار ټکسي چلوي او دا لار ډېره خطرناکه بولي:
"هر وخت طالبان د تلاشي لپاره پوستې اچوي، کمین وي، جنګ وي، ډېر وخت جنګ کې ګیر شوی یم. له ماینونو سره مخ شوی یم".
پکتیکاوال هم شکایت کوي، چې د جګړې له امله د پکتیا پر زرمت نه شي ورتللی او د غزني لار خو هسې هم د مرګ سره لوبې بولي.
د ارزګان- کندهار، هرات- کندهار او کابل- کندهار لویې لارې هم خورا نا امنه دي.
د دې سیمو خلک وايي، دغلته طالبان لویو لارو ته وځي او د افغان حکومت کارکوونکو د لټولو لپاره د سپرلۍ موټر تلاشي کوي.
د زابل اوسیدونکی رحمت الله وايي، دولتي کارکوونکي اړ دي، کابل ته په الوتکه کې لاړ شي:
"د کلات او کابل لار یو مخ ناامنه ده، ماینونه جګړې، د وسلوالو له خوا له موټرو د دولتي کسانو کوزول بیا د هغوی وېرول، بندي کول او وژل. په دې لار تګ د ځان وژنې په مانا دی".
د هیواد شمالي ولایتونو ترمنځ پر سرکونو تلونکي خلک هم خپل تګ راتګ له خطره ډک بولي.
تخار - کندوز او کندوز- بغلان لارې چې د افغانستان شمال او شمال ختیځ ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، تر بل هر وخت نا کراره شوې دي.
د دې لارې مساپر او موټر چلوونکي وایي له تخار تر بغلان څو ځایه طالبان پاټکونه لري، ګاډي او مساپر پلټي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، پر لویو لارو د دوی تلاشي د جګړې د شدت په مانا نه ده، خو وايي، افغان حکومت د امنیتي پوستو او عملیاتو زیاتولو هڅه پیل کړې او دوی یې غبرګون کې دا ګام اوچتوي:
"د سړک پر سر تلاشي، یا له خلکو پوښتنه، یا موټر درول او خپل شک اېستل د جګړې په مانا نه ده، دوی چې عملیات کوي، موږ مجبور یو، جګړه ور سره وکړو، دا په دې مانا ده چې دوی پوستې پرانیځي، مجاهدین د خپلو پوستو د ساتلو حق لري".
د افغانستان دفاع وزارت هم د لویو لارو نا امني مني، خو وايي، د ولایتونو له نظامي مشرانو سره په مشوره یې د کرارولو هڅې پیل کړې دي.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان بي بي سي ته وویل، د افغانستان دفاع وزیر څه موده وړاندې لوګر ته لاړ او هلته یې حالات په تېره کابل- لوګر او کابل- پکتیا لویه لار وکتله:
"ځايي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې د لویې لارې د امنیت خوندیتوب ډېرې هڅې وکړي. دا ډول د نورو لویو لارو امنیت لپاره هم جدي هڅې روانې دي".
له تیرو دوو لسیزو راهیسې د کابل - هرات لویې لارې په اوږدو کې ډېر ځله د جګړې او په سړک کې د ماینونو د چاودېدو له امله مرګ ژوبله اوړي.
خو د ولایتونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ د امکان محدودیت او یا یې ډېر لګښت خلک اړ کړي چې پرلویو لارو تګ راتګ وکړي او خطر ومني.