مالیې وزارت د خپلو لسګونو کارکوونکو "ممنوع الخروج" کېدو په اړه ناخبري وښوده

د افغانستان د مالیې وزارت د هغه افشا شوي لیست په اړه ناخبري ښيي چې پکې ددې وزارت لسګونه کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شوي دي. دا وزارت وايي، تر اوسه دوی ته دغه لیست نه دی رسېدلی. دغه لیست چې رسنیو ته په لاس ورغلی، په ارګ پورې تړلی بلل کیږي او د ماليې وزارت د اوسنیو درې مرستیالانو او د ګمرکونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د دې وزارت نژې ۷۰ نور چارواکي ممنوع الخروج بلل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه لیست د څه لپاره جوړ شوی، فساد او که له هېواده بهر د ولسمشر له اجازې پرته سفر. ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو غبرګون نه ښيي.

د لیکل شوي مکتوب له متن ښکاري چې د ملي امنیت ادارې لخوا په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندانۍ ته استول شوی.

په دې مکتوب کې ویل شوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د شفاهي لارښوونې له مخې د مالیې وزارت ۶۸ چارواکي ممنوع الخروج شوي دي او د مکتوب له مخې تر بل امر پورې له هېواد بهر ته د تللو اجازه نه لري.

په یاد لېست کې د مالیې وزیر د دفتر رییس، اداري مرستیال، د عوایدو او ګمرکونو څو رئیسانو په ګډون لسګونه نور لوړ رتبه کسان له اجازې پرته له هېواده بهر سفر نه منع شوي دي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت وايي، دوی ته په رسمي ډول په دې تړاو مکتوب نه دی ور رسېدلی. د دې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي بي بي سي ته وویل، په لیست کې یاد شوي کسان د پخوا په شان دندو ته دام ورکوي.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د مالیې وزارت د ۶۸ مامورینو د ممنوع الخروجۍ لیست د فساد په تړاو جوړ شوی او که له هېواده بهر تللو په اړه د ولسمشر بې اجازې تګ سره تړاو لري.

خو پخوا د مالیې وزرات په ځینو برخو کې د فساد تورونه لګول شوي، خو دا معلومه نه ده چې دا لیست د همدې ډول مالي درغلیو په تړاو دی او که نه. دا هم جوته نه ده چې په لیست کې یاد شوي کسان څومره یې اوسمهال له هېواده بهر دي.

زموږ له تماسونو سره سره ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه غبرګون او توضیحات ورنه کړل چې دا لیست ولې او د څه په اړه جوړ شوی دی.