دانش: افغانستان کې د شیعه او هزاره وګړو د شمېر په اړه د امریکا رپوټ ناسم دی

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه رپوټ نیوکه کړې چې د افغانستان د وګړو شمېر او د بېلابېلو توکمونو د سلنې په هکله یې خپور کړی چې وايي هزاره او شیعه د افغانستان د نفوس له ۱۰ تر ۱۵ سلنه جوړوي. دغه راپور په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شوی وو او تېره اونۍ خپور شو، او د افغانستان د ټولو وګړو شمېر پکې ۳۵،۷ میلیونه ښوول شوی.

ښاغلی دانش وايي د هزاره او شعیه ګانو په اړه دا شمېرې کره نه دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه یې غوښتي که په دې اړه کره سرچیني لرې نو وړاندې دې کړي.

که څه هم دا راپور شاوخوا یوه اوونۍ مخکې خپور شوی، خو د ښاغلي دانش څرګندونو یو ځل بیا په افغانستان کې د مذهبي او قومي جوړښت په اړه بحث راولاړ کړی دی.

په افغانستان کې د قومونو او مذهبونو د وګړو شمېر موضوع بحث پارونکې او ډېره حساسه موضوع ګڼل کیږي، او له همدې کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې وروستي رپوټ غبرګونونه را پارولي دي.

د ښاغلي دانش د دفتر ریس محمد هدایت وايي، شیعه ګانو ته دغه شمېرې د منلو نه دي، د خلکو غبرګونونه لامل شوي چې ښاغلی دانش د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور پر وړاندې اعتراض وکړي. نوموړی وایي:

"دغه شمېرې لږ ترلږه د افغانستان د شیعه او هزاه قوم لپاره د منلو نه دي. په خواشینۍ سره چې موږ هم په افغانستان کې د قومونو ، لږکیو او ولایتونو په اړه کره شمېرې نه لرو. چې دا د ناسم پوهاوي لامل کیږي. نو له همدې کبله د ولسمشر مرستیال هم د خلکو د غبرګونونو په تړاو پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې دا شمېرې کره او ریښتینې نه دي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په راپور کې ویل شوي په افغانستان کې د شعیه ګانو ۹۰ سلنه رهبران د هزاره توکم څخه دي چې زیاتره یې جعفري دي، دغه رازه اسماعیلیه شعیه ګان هم شته.

په راپور کې دا هم ویل شوي په دغه هېواد کې د سني او شعیه وګړو په تړاو د منلو وړ اطلاعات نشته.

د ولسمشر دویم مرستیال ویلي په افغانستان کې د قومونو او وګړو شمېر په اړه د باوري شمېرو نه شتون د دغه هېواد له ستونزو څخه ده او حکومت غواړي دغه ستونزه د برېښنايي تذکرو د ویش له لارې حل کړي. ښاغلي دانش ویلي اړوندې ادارې غواړي چې د برېښنايي تذکرو ویش بهیر ګړندی کړي.

افغان حکومت د یو شمېر سیاستوالو له مخالفت سره سره د ۱۳۹۷ کال په پسرلي کې دغه بهیر پیل کړ. خو د ویش بهیر ډېر ګړندی نه دی او تر اوسه شاوخوا اته سوه زرو کسانو دغه تذکرې اخیستې دي.

په برېښنايي تذکرو کې د شخصي معلوماتو سربېره د قوم، ملت او دین په اړه هم معلومات ځای پر ځای شوي، هغه څه چې د ډېرو په باور په افغانستان کې د کره شمېرو ستونزه به تر یوه حده حل کړي.