تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزني کې ډبرلیک څنګه وموندل شو؟
د افغانستان په غزني ولایت کې چارواکي د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د داسې ډبرلیک د موندلو خبره کوي چې "د باختري ژبې پېر پورې تړلی دی".
د غزني د اطلاعاتو کلتور سرپرست ادریس وفا د بي بي سي خبریال محمد پاکنیا ته ویلي، دا مسله یې کابل کې له چارواکو سره شریکه کړې او ټاکلې ده چې د لرغونپوهنې پلاوی سیمې ته لاړ شي او دا ډبرلیک رسمي او د خوندیتوب لپاره یې ګام واخلي.
"مسلکي پلاوی به ډېر ژر دا ډبرلیک وارزوي، که شونې وه د خوندیتوب لپاره به ولېږدول شي او که داسې نه کېدل، په اوسني ځای کې به ساتل کېږي".
نوموړی وايي، مسلکي پلاوی به اړینې څېړنې وکړي او ممکن دا ځای لرغونی وي، خو لا هم ثبت شوی نه وي.
ډبرلیک په باختري یا بلخي ژبه لیکلی؛ چې د ختیځو اریايي ژبو له ډلې ده او د باختر خلکو پرې د کوشانیانو او یفتلیانو وخت کې خبرې کولې.
ډبرلیک څنګه وموندل شو؟
د اول ځل لپاره دا مسله افغان څېړونکي حفیظ شریعتي سحر را پورته کړه.
هغه د مۍ پر ۱۷ فیسبوک کې د دې ډبرلیک خبره وکړه او ویې ویل، په باختري ژبه ډبرلیک په جاغوري کې موندل شوی دی.
هغه یې د موندلو په هکله لیکلي: "څه مهال مخکې مې د ارزښتناکو ډبرلیکنو په نوم مطالب خپرول، د روح الله جوادي په نوم ملګري راته له جاغوري انځور ولېږه، چې پخواني لیکدود سره لیکلی و، دا ډبرلیک مې معرفي کړ".
دی زیاتوي له فرانسې ورته علي محمدي ولیکل چې دا انځور یې د باختري او نورو لرغونو ختیځو ژبو له استاد ډاکټر کورن سره شریک کړی او هغه یې هم په لیدلو هیښ شوی دی:
"ډاکټر کورن دا لیک د باختري او سغدي ژبو متخصص او د لندن پوهنتون د ختیځو او افریقايي څېړنو پوهنځي کې د انګریزي استاد پوهاند نیکلاس سیمز- ویلیامز ته لېږلی دی".
ښاغلی شریعتي لیکي، څو ورځې وروسته استاد علي محمدي د پوهاند نیکلاس سیمز-ویلیامز دا ځواب ورته ولېږه:
"د دې هیښوونکې موندنې مبارکي درته وایم، ډېر ښه انځورونه دي، ټول توري مې ولوستل؛ خو څو ناپېژندلې کلیمې پکې دي، ځکه په هر څه پوه نه شوم، بل د هرې جملې پای کې کم توري لري، خو ښکاره ده چې دا ډبرلیک د باختري ژبو پېر پورې تړلی، په ډېر باور باید په ۷۵۷ میلادي کال کې لیکل شوی وی".
هغه دا هم ویلي: "د لیکونکي نوم(باګیتز) هم باختري تاییدوي. مهمه او جالبه دا چې (فروم کیسر) پکې د پاچا زوی بلل شوی دی. په دغه تاریخ مشهور پاچا ژوندی نه و او پر ۷۴۵ کال مړ شوی و، بګیتز یې ښايي مشر زوی وي. دا د هغه پاچا نوم دی چې تر اتمې میلادي پېړۍ اوسني افغانستان او منځنۍ اسیا باندې واکمن و.
له ښاغلي سحر وروسته افغان څېړونکي محی الدین مهدي هم د مۍ پر ۲۵ خپل فیسبوک کې دا موندنه مهمه بللې او لیکلي یې دي: "په بلخي(باختري) ژبه ډبرلیک د جاغوري په سیاه زمین کې موندل شوی دی".
د نوموړي په خبره، د ژبپوهنې د ۱۹ پېړۍ د دود له مخې، اریايي ژبو د بشپړتابه یا تکامل درې دورې لرلې او سغدي، خوارزمي، منځنۍ سکايي او باختري یا بلخي ژبه یې د نوي پړاو ژبې دي.
ښاغلی مهدي زیاتوي، اول ځل پوهاند والټر هنینګ(۱۹۰۸- ۱۹۶۷) د سرخ کوتل پر ډبرلیک د باختري ژبې نوم کېښود:
"دا ډبرلیک په داسې ژبه و چې تر ۱۹۵۷ کال پورې پرې بل ډبرلیک موندل شوی نه و. سره له دې چې نورو په بلخي ژبه د ډبرلیک خوندي کول غوښتل، خو ژبپوهانو هنینګ ته په درناوي دا وړاندایز ومانه".
دا افغان څېړونکی زیاتوي: "دا ژبه د کوشاني دربار رسمي ژبه وه. د امو سیند ځینې شمالي برخو، د هندوکش شمال، د اوسني افغانستان مرکزي سیمو او اوسني افغانستان ختیځو سیمو(پښتونخوا، توچي وادۍ، بنو) او متورا او د پنجاب نورو سیمو کې یې لوستونکي درلودل".
ښاغلی مهدي زیاتوي، تر اوسه په دې ژبه ۱۳۵ سندونه موندل شوي، چې تر ټولو مهم یې د سورکوتل، رباتک کتیبې او د افغانستان په شمال(روی دو اب، کهمرد، خوست) کې لاسي لیکنې دي:
"خو د رزګان، ناور، جغتو، یکاولنګ او اوس د جاغوري درې کتیبې چې تر ډېره په هزارستان کې دي، زموږ دا نظر ثابتوي چې هزاره ګي لهجه د باختري یا کوشاني یوه لهجه ده".
ښاغلي مهدي د خپل فیسبوکي پوسټ یوه برخه کې د جرمني مېشت افغان ژبپوه او لرغونپوه غلام جیلاني داوري نظر هم لیکلی چې ویلي یې دي، که د دې ډبرلیک لا ډېر روښان انځورونه ور ته ورسېږي، نو هیله لري چې د ډبرلیک بشپړ لوستل برابر کړي.