طالبانو کندوز او بغلان کې د افغان حکومت ۸۰ تنه بندیان خوشي کړي

وسله وال طالبان وایي، نن پنجشنبه یې د افغان حکومت اتیا تنه بندیان، چې عسکر او پولیس پکې شامل دي، خوشي کړي دي. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا بندیان په کندوز او بغلان ولایتونو کې خوشي شوي دي.

طالبان وروسته له هغه دا اعلان کوي چې همدا دوه ورځې وړاندې افغان حکومت د هېواد له بېلابېل زندانونو کابو ۹۰۰ طالب بندیان هم خوشي کړل.

د بغلان د والي ویاند نذیر نجم مني چې طالبانو نن دې ولایت کې ۴۵ تنه خوشي کړي، چې پولیس او محلي پولیس پکې شامل دي. د کندوز چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې یو پنځه کسیز تخنیکي ټیم د بندیانو د خلاصون لپاره کابل ته تللی دی. طالب ویاند شهېل شاهین په یوه جلا ټویټ کې ویلي، یاد ټیم به په تخنیکی برخه کې د بندیانو ستونزو ته رسیدګي کوي.

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا یاند جاوېد فیصل هم په خپل ټوېټر کې ویلي وو، د وسلوالو طالبانو یو تخنیکي پلاوی کابل کې دی چې د دواړو خواوو د بندیانو پر خلاصولو د افغان حکومت له پلاوي سره تخنیکي کار وکړي.

کابل ته د طالبانو تخنیکي پلاوي دویم سفر؛ ایا دا ځل به خبرې بریالۍ وي؟

د تېر اپرېل لومړیو کې هم د وسلوالو طالبانو یو پلاوی کابل ته تللی و، چې پر یاده مسله له افغان چارواکو سره کار وکړي، خو کابل کې له څو ورځو تېرولو وروسته بېرته ستون شو.

هغه مهال طالبانو ویل، د بندیانو د خلاصون موضوع په بېلابېلو پلمو په لوی لاس ځنډول کېږي او دوی له همدې کبله خپل تخنیکي پلاوی ور وغوښت.

خو داسې ښکاري چې طالبان ا افغان حکومت دواړه دا ځل غواړي چې د بندیانو د خلاصون موضوع کې پرمختګ وشي. شنونکي په دې باور دي چې د پردې تر شا د امریکا حکومت فشار هم د دواړو خواو دریځ نرم کړی دی.

په اختر کې د دوه اړخیز اوربند تر اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ګډون ګڼو نړیوالو چارواکو د دې ګام هرکلي ترڅنګ ژمنه کړې وه چې طالبان به خبرو ته هڅوي.

له همدې کبله داسې تمې شته چې دا ځل نه یوازې د بندیانو د خلاصون برخه کې پرمختګ وشي، بلکې نا اعلان شوی اوربند هم ښایي له ځینو نښتو او بریدونو سره سره دوام وکړي.

افغان حکومت تېره میاشت تر زرو د ډېر طالب بندیانو له خوشي کولووروسته دا لړۍ له دې کبله ودروله چې طالبان باید نور بندیان خوشي کړي.

خو کله چې تېر اختر کې دې ډلې درې ورځنی اوربند اعلان کړ، په ځاب کې یې افغان حکومت هم اوربند وکړ.

د اختر په وینا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي. افغان حکومت وروسته د دوو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو خبره وکړه.

ایا اوربند لا هم پر ځای دی؟

سره له دې چې د دواړو لورو درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی، خو بیا هم طالب او افغان حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې ښايي دا اوربند تر یوې اوونۍ په نا اعلان شوې بڼه دوام وکړي.

خو بیا هم د افغانستان په لوېدیځو او منځنیو سیمو کې د تاوتریخوالي رپوټونه شته.

په پروان ولایت کې ځايي چارواکي وايي، په سیاګرد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانوپه برید کې ۷ محلي پولیس وژل شوي دي.

له بلې خوا فراه کې هم چارواکي وايي تېره شپه وسلوال برید کې اوه پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.