خلیلزاد او عبدالله د تاوتریخوالي کمول او اوربند غواړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله سره یې تر ګډې ناستې وروسته له ښاغلي عبدالله سره جلا ناسته هم درلوده.

ښاغلی خلیلزاد وايي، له عبدالله سره لیدنه کې په دې دواړه سلا شول چې تاوتریخوالی خورا لوړ دی او اړتیا ده چې ټولې خواوې یې کم کړي.

زلمی خلیلزاد وايي، دوحه کې یې له طالب مشرانو سره لیدنه کې هم په کندز ، غزني او خوست کې د دې ډلې د وروستيو بريدونو په اړه خپله انديښنه شريکه کړه او تينگاريې وکړ، چې ټول اړخونه بايد تاوتريخوالى کم کړي.

ښاغلي عبدالله هم پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې له زلمي خلیلزاد سره یې لیدنه کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګار وکړ:

"ټینګار مې وکړ چې سوله د افغانانو او افغان حکومت له لومړیتوب څخه ده، همدارنګه مې د افغان سولې په برخه کې سیمه ییزه اجماع او نړیوالې همکارۍ مهمې یادې کړې".

ښاغلی خلیلزاد تازه ټوېټونو کې زیاتوي، له عبدالله سره یې دې ناسته کې د نوموړي د نوې دندې د پلانونو پر پلي کولو او د نوموړي له ډلې سره پر نږدې کار خبرې وکړې.

نوموړی وايي، دواړو د نورو هغو ژمنو په ژر پلي کولو هوکړه وکړه، چې د دواړو لورو(افغان حکومت او طالبانو) د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني‌ مذاکراتو د پیل په ګډون د متحدو ایالتونو- طالبانو په هوکړه او د متحدو ایالتونو - افغانستان په ګډه اعلامیه کې راغلي دي.

نوموړی وايي، دې لیدنه کې یې د ټول شموله حکومت د جوړېدو هرکلی وکړ او له ښاغلي عبدالله سره د ولسمشر غني او نوموړي ترمنځ د تړون پلي کولو لپاره پر اړینو ګامونو هم سره وغږېدل.

زلمي خلیلزاد تر دې مخکې دوحه کې له طالب مشرانو سره لیدنه درلوده.

نوموړی وايي، د طالبانو له مشر مرکچي ملابرادر او د طالبانو د سياسي کميتې له غړو سره يې دوحه کې درې رغنده ناستې لرلې.

ښاغلی خلیلزاد په دې اړه په خپلو ټويټونو کې وايي په دې ناستو کې يې ټينگار وکړ،چې له طالبانو سره د امريکا متحده ايالتونو هوکړه، د ترهگرۍ ضد ژمنو، بين الافغاني خبرو اترو ، د عسکرو ايستلو او دايمي اوربند ته د رسيدو لپاره په تدريجي ډول د تاوتريخوالي کمول دريو مسلو پورې تړلي دي.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي همدارنگه له طالب مشرانو سره خبرو کې پر دې هم تينگار کړى، چې د هوکړې د پلي کېدو لپاره بايد ټول اړخونه خپلې ژمنې پلې کړي، چې د افغان دولت او طالبانو له خوا د زندانيانو د خوشي کېدو مسله هم پکې ده، خو اوس يې بهير خورا ټکنى دى او د بين الافغاني خبرو د پيل په وړاندې يو خنډ بلل کېږي.

په خپلو ټويټونو کې ښاغلى خليلزاد دا هم وايي چې له طالبانو سره خپلو ناستو کې د تري تم شويو دوو امريکايي وګړو مارک فريکز او پاول اورباى په اړه یې هم ور سره خبرې وکړي او د هغوى د ځاى ځايګي د معلومولو لپاره طالبانو د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ده په وينا، طالبانو همدارنګه له امريکا سره د هوکړې پلي کېدو ته خپله ژمنتيا څرگنده کړه، چې د راتلونکو گامونو لپاره به هغوى اوس له خپل مشرتابه سره سلامشورې کوي .

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين هم په يوه ټويټ کې له ملابرادر سره د ښاعلي خليلزاد کتنې او د سولې پر بهير او د دوى اوامريکا ترمنځ د هوکړې پر پلي کېدو د خبرو پخلى کړى دى.