تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګردېز کې د افغان پوځ پر تاسیساتو د طالبانو برید؛ چارواکي وایي ۵ ملکیان وژل شوي
د افغانستان سوېل ختیځ ته د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د پنجشنبې په ورځ د افغان ځواکونو له تاسیساتو سره نږدې موټر بم چاودنه شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، دې برید کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه سرتېري او ۱۵ ملکیان ټپي شوي دي.
د پکتیا د والي دفتر وايي، برید دښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ملي پوځ د تاسیساتو مرکز او مستوفیت ریاست تر منځ پر غځېدلي سړک شوی دی.
د دې دفتر د اعلامې له مخې دې برید کې د یوه افغان پوځي په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي، پنځه سرتېري او ۱۹ ولسي وګړي ټپیان دي:
"اکثریت یې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي".
خو د پکتیا د روغتیا مشر ولایت خان احمدزی وایي، له دې پېښې د دوو سرتېروپه ګډون د ۲۷ کسانو ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.
چارواکي وايي، دغه موټر بم موخې ته له رسېدومخکې د ملي پوځ یوه سرتېري په نښه کړی او په دې سره د ډېرې مرګ ژوبلې مخه نیول شوې ده.
خو وسلوالو طالبانو چې د دې برید مسوولیت منلی وايي، ډېرو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي، د ګردېز نننی برید یې د اشرف غني د یرغلیزو بریدونو اعلانولو ته ځواب دی.
خواله رسنیو کې هم ددې چاودنې انځورونه خپاره شوي چې د پېښې له ځای لوخړې پورته کېږي. ځینې کسانو فیسبوک کې لیکلي چې د چاودنې له امله یې د کورونو ښیښې ماتې شوې دي.
غزني کې هم جګړه روانه ده:
هاخوا د غزني ښار په سویل ارزو سیمه او ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منج نښته روانه ده.
یوی امنیتي سرچیني بي بي سي ته وویل، مخالفانو په ده یک ولسوالۍ ماښام مهال برید پیل او د سرچینې په وینا جګړه لاهم روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په ګردېز کې د پنجشنبې ورځې برید لښکر طیبه او حقاني شبکې کړی دی. نوموړی د ګردېز دا برید د هغو بریدونو لړۍ بولي چې تېره سې شنبه په کابل او ننګرهار کې وشول.
په ننګرهار کې د محلي پولیسو د قومندان په جنازه کې ځانمرګي برید سره لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د هغه برید مسوولیت داعش منلی دی.
په همغه ورځ د کابل دشت برچي کې د یوه سل بستریز روغتون پر زېږنتون برید وشو چې پکې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.
د کابل برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او وسلوالو طالبانو دواړه بریدونه غندلي دي.
ولسمشر غني له دې بریدونو وروسته افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د دفاعي حالت په ځای یرغلیز حالت ته شي.