زلمی خلیلزاد د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن جمعه له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېد.

تر دې وړاندې تېره چهارشنبه نوموړي په قطر کې له طالبان تر خبرو وروسته له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره ډیلي ته تللی و.

دا په یوه میاشت کې دویم ځل دی چې ښاغلی خلیلزاد پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلي خلیلزاد د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد له جنرال باجوه سره د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په ګډون مسایلو غږېدلی دی.

له دې مخکې زلمي خلیلزاد ویلي و، په دوحه کې یې له طالب استازو سره لیدنه کې په افغانستان کې د کورونا-ویروس کړکېچ د سمبالونې لپاره د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

هغه همداراز د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ژر پیلېدا ټینګار کړی او د دغه کار لپاره یې د بندیانو د خلاصون چټکېدل او د سولې بهیر د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ډېرېدل اړین بللي.

په همدې لړ کې ښاغلي خلیلزاد پرون له هندي چارواکو سره هم خبرې کړې، چې هغوی د سولې په بهیر کې د ډیلي د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، اروپايي ټولنه په تکرار سره د ټولو افغان لوریو لپاره د اوربند غوښتنه کوي او په وینا یې ''نن له موږ سره د همکارۍ ردول به سبا له موږ لپاره لا سخته کړي، چې کله زموږ سیاسي همکاري او مالي مرستې ته اړتیا پېښه شي. ''

د افغان سولې بهیر کې پرمختګ لپاره د امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، تازه سفرونه په داسې وخت پیل شوي، چې په افغانستان کې د کورونا-ویروس کړکېچ ته د نړیوالې ټولنې اندېښنې په ډېرېدو دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دوحه کې یې له طالبانو سره لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د کورونا وبا د ښه مدیریت لپاره باید د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم په افغانستان کې بشري اوربند وشي.

هغه همداراز ویلي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي سره دې لیدنه کې یې ټینګار کړی، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل پر لور باید ژر تر ژره پرمختګ وشي.

هغه همداراز ویلي، د طالبانو او افغان حکومت له خوا یې د بندیانو د خوشي کولو بهیر د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد همداراز له طالبانو د یوه امریکايي وګړي د خلاصون لپاره د ګام پورته کولو غوښتنه هم کړې ده.

مارک فرېرېکس په تېره جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې تښتول شوی دی.

زلمي خلیلزاد لیکلي، چې هند او پاکستان ته به له خپلو سفرونو وروسته له طالبانو سره بیا هم د سولې بهیر په لړ کې خبرې روانې وساتي.

له هندي چارواکو سره لیدنه

ښاغلي خلیلزاد پرون په ډیلي کې له هندي چارواکو سره وکتل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویناپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیر سوبرامان یم جي شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره دې لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد په افغان سولې بهیر کې تر اوسه د شوي پرمختګ په تړاو هغوی ته مالومات ورکړل.

په ویناپاڼه کې راغلي، هندي چارواکو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر تازه ډېرېدنې خواشیني څرګنده کړه او د سملاسي اوربند ملاتړ یې څرګند کړ.

د ویناپاڼې په خبره، هندي لوري ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د پایېدونکې سولې او ټیکاو لپاره د ترهګرو پټنځي باید ختم شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د هندوانو او سېکانو په ګډون د ټولنې د ټولو برخو د حقونو خوندیتابه ته اړتیا ده.

په ویناپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې، بیا رغونې او پرمختګ لپاره د هند ونډه مهمه وبلله او هندي چارواکو ورته ډاډ ورکړ چې ډیلی به په دې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي او په وینا یې د افغانانو هر اړخیز لاسینوي ته ژمن دی.