د تورخم له دروازې یوه ورځ کې ۴۶۰۰ ایسار کسان افغانستان ته واوښتل

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ د تر ټولو بوختې لارې تورخم له موقتي پرانیستل کېدو سره د پاکستان لور ته ایسار ۴۶۰۰ افغانان افغانستان ته ستانه شوي. دغه دروازه د درېيم ځل لپاره د دواړو هېوادونو د حکومت تر منځ له هوکړې وروسته په موقتي ډول نن سهار پرانیستل شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، د را اوښتونکو افغانانو لپاره تورخم کې امنیتي او روغتیايي تیاری شوی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې انځورونو ښودله چې لنډي کوتل کې لسګونه افغانان خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي.

پرون په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل خپل ټوېټر کې ولیکل، چې د یوې ورځې لپاره به بیا تورخم د افغانانو لپاره پرانیستی وي:

"سبا اول سهار(چارشنبه) د مې د میاشتې په ۶ به د تورخم لار د افغان مساپرو پرمخ د څو ساعتونو لپاره پرانیستې وي".

خو عطاالله خوګیاڼی وايي،د هوکړې له مخې به دا لار د شپې تر نهو بجو پرانیستې وي: "خو که د هغې خوا چارواکي په دې ژمنه وفا وکړي".

د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل تمه ښيي چې له دې وروسته اونۍ کې دا لار د یوې ورځې لپاره د ایسارو افغانانو لپاره پرانیستل شي.

پاکستان د تېرې مارچ په نيمايي کې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې له افغانستان سره ټولې لارې د تګ راتګ او سوداګريزو موټرو پر مخ وتړلې، خو د اپرېل پر ۶ یې د څلورو ورځو لپاره ایسارو افغانانو ته دواړه لارې بیا پرانیستې.

تېره چارشنبه هم تورخم له کرښې پورې غاړه ایسارو افغانانو ته یوه ورځ پرانیستل شوه او د چارواکو په خبره، تر څلور زرو کسان پرې را واوښتل

دوه اونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې تورخم او چمن لارې پاکستان کې د ايسارو ۱۲ زرو موټرو د را تېرېدو لپاره اونۍ کې درې ورځې پرانيستل شوې.

د شنبې په ورځ افغان افغان چارواکو وویل، تورخم او سپن بولدک لويې لارې به اونۍ کې په يوه اړخیزه توګه د پنځو ورځو لپاره سوداګريزو موټرو ته پرانېستې وي.