تورخم او سپين بولدک ټرانزیټ ته اونۍ کې ۵ ورځې پرانیستل کېږي

    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

افغان چارواکي وايي، تورخم او سپن بولدک لويې لارې به اونۍ کې په يوه اړخیزه توګه د پنځو ورځو لپاره د سوداګريزو موټرو پر مخ پرانېستې وي.

چارواکي وایي، دا لارې به ۲۴ ساعتونو کې لس ساعته پرانيستې وي او هره ورځ به له دې لارو سل - سل موټر افغانستان ته تېر شي.

پاکستان د تېرې مارچ په نيمايي کې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې له افغانستان سره ټولې لارې د تګ راتګ او سوداګريزو موټرو پر مخ وتړلې، خو دوې اونۍ وړاندې د دواړو غاړو د هوکړې له مخې دا لارې پاکستان کې د ايسارو ۱۲ زرو موټرو د راتېرېدو په مخه اونۍ کې درې ورځې پرانيستې.

د افغانستان او پاکستاني چارواکو د تازه پرېکړې له مخې به تورخم او سپين بولدک لارې په يوه مخيزه توګه اونۍ کې پنځه ورځې د سوداګریزو موټرو په مخه خلاصې وي.

درې اونۍ وړاندې له نږدې يوې مياشتې ځنډ وروسته د تورخم او سپين بولدک لارې په اونۍ کې د درې ورځو په مخه پاکستان کې په توکو د بار سوداګريزو موټرو په مخ په يو اړخيزه توګه پرانېستل شوې.

که څه هم ټاکل شوې وه په دې ورځو کې به سل ـ سل موټرې له دې لارو را اوړي، خو په منځني ډول د ورځې تر ۷۰ په توکو بار موټرې افغانستان ته راوښتې دي.

ننګرهار کې چارواکي وايي، لومړی یې هغه موټرو ته د راتېرېدو اجازه ورکړې چې خوراکي توکي، لکه بوره، غوړي او درمل په کې بار شوي وي.

د ننګرهار ګمرک مشر نصرالله صاحبزاده وايي، دا چې هغه خوا د ايسارو موټر شمېر ډېر و، نو دوی د هرې لارې چارې په لټه کې دي چې وشي، هغه خوا ولاړې موټرې او توکي افغانستان ته را واوړي:

"موږهوکړې ته رسېدلي يو، چې نورې به دا لارې پنځه ورځې خلاصې وي. دې سره به هغه خوا ايسارې زرګونه موټرې راتېرې شي. دا لارې به د ورځې د لسو ساعتونو لپاره پرانيستې وې."

پخوا په توکو بار همدغي موټرې د افغانستان بېلابېلو ښارونو ته تللې، خو اوس تورخم او سپن بولدک دروازو هغې خوا ایسارې موټرې د پاکستاني خوا موټرچلوونکو راوستې او دې غاړه ورته نور موټر چلونکي بېل شوي چې موټرې راتېرې او بار توکي نورو موټرو ته واړوي.

تورخم او سپين بولدک د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ او منځنۍ اسیا ته د ټرانزیټ تر ټولو بوختې لارې دي. له دې وړاندې به له دې لارو هره ورځ تر يو زر ګاډي تېرېدل.

د مالوماتو له مخې په پاکستان کې په ايسارو زرګونو موټرو کې هغه توکي هم ایسار دي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته تېرېږي.

دې موټرو درېدو د افغانستان په بازارونو کې د توکو بيې هم لوړې کړي دي، په ځانګړي توګه هغه توکی چې ډېره برخه یې له پاکستان راځي.

نورو هېوادونو سره د بندرونو تړل کېدو او قرنطین حالت په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې له ۱۰ تر ۱۵ سلنه لوړې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی وايي، د تورخم او سپین بولدک له لارو د موټرو راتګ به په افغان بازارونو کې د توکو بیې راټیټې کړي:

"دا زموږ لپاره ښه ګام دی، هغه حالت په مناسبت چې موږ مخکې درلود. بيې به هم ورسره ښې شي. افغان سوداګر به هم له زيان او جريمې خلاص شي. خو دا کفايت نه کوي، بايد اونۍ کې اووه ورځې او ۲۴ ساعته خلاصې شي."

د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي، له بېلا بېلو هېوادونو سره د بندرونو تړل کېدو یا ټرانزیټ محدودېدو، په افغانستان کې خصوصي سکټور ته په ورځنۍ ډ‌ول دوه نیم میلیون ډالر زیان رسوي.

پاکستان د کورونا وېروس له وېرې په داسې حال کې تورخم او سپين بولدک لاری تړلې وې، چې پروسږ کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له درې میلياردو ډالرو یو میليارده ته راکمه شوې وه.