تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ماشوم ملاتړې اداره: له ۷ میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوړو سملاسي خوندیتوب ته اړتیا لري
د ماشومانو د ملاتړ بریتانوۍ نړیواله مرستندویه اداره وایي، موندنې ښيي چې د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي په اپرېل او مې میاشت کې د خوړو کمښت سره مخ دي.
دا اداره خپل تازه رپوټ کې غوښتنه کوي چې افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته سملاسي خواړه ورسول شي:
"په داسې حال کې چې افغانستان کې ماشومان د خپل دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډېرو خوړو ته اړتیا لري، د قرنطین له امله د لومړنیو خوراکي توکو بیې زیاتې شوې او کورنیو ته د خوړو برابرول ګران شوي دي".
د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کوي چې تېره میاشت د افغانستان سترو ښارونو کې د غنمو او غوړیو بیه تر ۲۳ سلنې پورته شوې، خو د وریجو، شکرې او غلو دانو بیه له ۷ تر ۱۲ سلنې زیاته شوې ده او لامل یې هم دا بللی چې د عرضې سیستم د تقاضا ځواب نشي ویلی.
په داسې مهال چې د خوراکي توکو بیې لوړېږي، د خوړو اخیستلو لپاره د ورځني مزد کارګرو وس کمېږي، ځکه د قرنطین له امله کارونه کم شوي دي.
د افغانستان د کار ځواک(بشري قوې) ډېره برخه په نارسمي برخه تکیه لري، چې د بېکارۍ پرمهال هیڅ ملاتړ نه لري.
په رپوټ کې ټینګار شوی چې ان د کورونا وېروس له نړیوال جنجال مخکې په افغانستان کې ۵،۲۶ میلیون ماشومان مرستو ته اړ وو او افغانستان د ماشومانو لپاره یو تر ټولو خطرناک ځای بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې پر ۲۰۲۰ کال افغانستان کې ۵۶ سلنه اړمن کسان له ۱۸ کلونو کم عمره دي او دا مانا لري چې له ۹،۴ میلیون اړمنو افغانانو ۵،۲۶ سلنه ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو تازه سروې وايي، افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره نږدې دوه میلیونه ماشومان له سختې وژونکې لوږې رنځېږي.
دا رپوټ وايي، د قرنطین اغېز دوه برابره شوی، هغه هم د افغانستان په څېر هېواد کې چې نړۍ کې د روغتیا یو تر ټولو کمزوري سیستم لرلو سره یې هرو لس زرو کسانو ته درې ډاکټران رسېږي او دا مانا لري چې خوارځواکي او ناروغ ماشومان د ژوند دوام ته لږ لاسرسی لري.
د دې ادارې رپوټ کې د افغانستان شمال ته په سرپل ولایت کې د مصطفی ( اصلي نوم یې نه دی) په نوم د ۱۳ کلن ماشوم ژوند ته کتنه شوې، چې له څلورو خویندو،وروڼو او مور سره ژوند کوي.
نوموړی ښوونځي ته ځي او د کورنۍ لپاره یوه پلورنځي کې کار کوي، خو له قرنطین وروسته کور کې دی، نه ښوونځي ته تللی شي او نه له کورنۍ سره د خوړو د مرستې لپاره کوم عاید لري.
د ماشومانو خوندیتوب ادارې له دې کورنۍ سره نغده مرسته کړې چې نور دغه ماشوم کار ته اړتیا ونه لري.
هغه وايي، کور کې هیڅ خواړه نه لرو، ورځ کې د درې وخته په ځای مو کله دوه او کله یو وخت ډوډۍ خوړه. مور مې هڅه وکړه موږ ته د خوړو پیدا کولو لپاره غالۍ وپېري، خو اوس ټولې هټۍ تړلې دي، یوازې چای او وچه ډوډۍ راته برابرولی شي. خویندې او وروڼه مې ځینې وخت ښه خواړه غواړي، خو مور مې ورته نشي برابرولی، ژوندي پاتېدل ډېر سخت دي.
د ماشوم ملاتړې ادارې د افغانستان برخې مشر تیموتي بیشاپ وايي: "موږ دې ته اندېښمن یو چې دا وبا د بشپړې لوږې په توپان بدله نه شي، افغانستان کې ناروغي او مرګ، خو دا چې نړۍ اوس ګام پورته کړي او ډاډه شو چې زیانګالي ماشومان او کورنۍ یې، په تېره هغه چې لرې یا بې وزله ښاري سیمو کې پراته دي د خوراک لپاره پوره خواړي لري".
تیموتي بیشاپ زیاتوي، د کورونا نامالوم وضعیت په دې مانا دی چې ډېرې کورنۍ د خوړو خوندیتوب هڅه کوي، خو مالومه نه ده چې دا حالت څومره وخت دوام لري:
"په دا مهال هغه ماشومان چې ورځني خواړه له لاسه ور کوي، په کورونا د اخته کېدو ډېر خطر لري. بل دا چې د خوړو نشتوالی پر جسمي وده او ان رواني اغېز لري چې د ژوند ټولو پړاوونو ته بدې پایلې لري".
د نوموړي په اند، د ډېرو افغانانو لپاره د وبا تر ټولو ستر اغېز خپله کورونا نه ده، بلکې قرنطین او د خوړو د خوندیتوب سیستم له منځه تلل دي:
"موږ له یوه یوه ریښتوني خطر سره مخ یو چې ممکن د لوږې له امله ماشومان خپل ژوند له لاسه ور کړي. زموږ اړتیا دا ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ماشومانو، مېندوارو ښځو، بوډاګانو، خوارځواکو او ناروغانو په ګډون ډېرو اړمنو کسانو ته سملاسي خواړه ورسوي".
نوموړی له افغان حکومت هم هیله لري چې د قرنطین شرایطو کې د خوړو د چټک وېش اسانتیا برابره کړي.
دې رپوټ کې دا هم راغلي چې افغان ماشومان ډېر رنځېدلي، ډېری یې له جنګ پرته بل څه نه پېژني، ځکه باید اجازه ور نه کړل شي چې کورونا وېروس یې ترې لا ډېر راتلونکی واخلي.