تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله عبدالله: د سیاسي کړکېچ هواري کې پرمختګ شوی
پخواني اجرائیه مشر او په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سیال عبدالله عبدالله ویلي د روان سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د روانو هڅو لړ کې ځینې پرمختګونه شوي دي او دواړه لوریو پر " اصولو " هوکړه کړې ده.
ښاغلي عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې اوس د دې اصولو په رڼا کې د شوې هوکړې د وروستۍ کولو لپاره د دواړو لوریو له خوا کار روان دی.
خو نوموړي د دې اصولو په اړه چې ده ورته اشاره کړې ده تفصیل نه دی ورکړی. عبدالله هیله ښودلې ده چې سیاسي هوکړه ژر تر ژره وروستۍ شي.
له دې وړاندې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز سره خبرو کې ویلي د ولسمشرۍ ټاکنو جنجال ختم شوی او څو ورځو کې به عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر شي.
سرور دانش د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ملګريو ملتونو له ځانګړي استازي سره د ویډیو له لارې خبرې کړې دي.
د ښاغلي دانش فیسبوکپاڼه کې د دې ویډیويي خبرو په رپوټ کې د نوموړي له خولې ویل شوي:
"ډېر ژر ممکن د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشرغني ترمنځ سیاسي کړکېچ پای ته ورسېږي".
ښاغلی دانش زیاتوي: "تر څو راتلونکو ورځو دواړه لوري هوکړه کوي او ښاغلی عبدالله به د سولې شورا مشر شي".
د یادولو ده چې هغه طرحه چې ویل کېږي دې ډلې تایید کړې، رسنیو ته رسېدلې او په هغه کې ښاغلي عبدالله د سولې چارو کې اجرايي صدارت رامنځ ته کولو، ۵۰ سلنه مهمو حکومتي بستونو او د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته د مارشالي رتبې ور کولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي دانش د سولې بهیر کې د پرمختګ په هکله ویلي چې افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي ټاکلو، تاوتریخوالي کمولو او د ځینې طالب بندیانو خوشي کولو سره د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي دي، خو مقابل لوري(طالبانو) "نه دا چې دې برخه کې پوره ګامونه نه دي پورته کړي، بلکې وروستیو کې یې خپلو بریدونو سره تاوتریخوالی هم زیات کړی دی".
جمعیت
وروستیو ورځو کې د افغان حکومت د پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د دوو نظرونو له امله له اختلاف سره مخ ده.
د دې ډلې ځینې غړو د سولې شورا مشري او حکومت کې ۵۰ سلنه رول منلو ته زړه ښه کړی او د منلو یې بولي، خو نور غړي یې د تېرو څو میاشتو پخوانیو ټاکنو د نتیجې باطلېدل او د اجرايي صدارت رامنځ ته کېدل غواړي.
تېره اونۍ د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال او د عبدالله عبدالله ملاتړي احمد ضیا مسعود خبرداری ور کړ چې که ښاغلی عبدالله د سولې شورا مشري ومني، دا ډله به یې ملګرتیا ونه کړي.
ښاغلي مسعود ویلي، دا ډله د سیاسي هوکړې له مخې مشارکتي حکومت، د ټاکنو پایلې باطلېدل او اجرايي صدارت غواړي.