"د اکسفورد ساینس پوهان تر ۵ میاشتو د کورونا یو میلیون واکسین جوړوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په چټکۍ د نړۍ بيلابيلو هېوادونو کې د کورونا ويروس خپريدو سره جوخت د دغه ويروس ضد واکسين جوړولو له پاره هڅې هم خورا گړندۍ دي.
په همدې ترڅ کې د برتاينا د اکسفورد پوهنتون سايسنپوهان وايي، دوى به د روان کال تر سپټېمبر میاشتې د کورونا ضد يو ميليون واکسين جوړکړي.
دغو ساينسپوهانو وويل، راروانه اونۍ به دغه واکسين د کورونا پر يوه ناروغ وازمويل شي.
معمولا واکسین جوړول له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو وخت نیسي او د یو شمېر ویروسي ناروغیو لکه د کوېډ ۱۹ د مخنیوي او درملنې لپاره غوره وسیله ګڼل کیږي.
واکسین د انسان د معافیت یا دفاعي سیستم داسې روزي چې د انسان په وجود کې د ناروغیو ودې او انکشاف اجازه نه ورکوي.
نو که د کورونا ویروس نه په کافي شمېر خلک معافیت ومومي، بیا به دغه ویروس ته په اغېزناکه توګه د خپرېدو او سرایت چانس نه پيدا کیږي او د ټولنیز واټن ساتنه به هم بیا اړینه نه وي.
اوسمهال په نړۍ کې نژدیا ۸۰ ډلې چې پکې د درمل جوړولو ځینې لوی شرکتونه هم شامل دي، د کورونا ضد واکسین په جوړولو لګیا دي او ان ځینو یې له وړاندې پر انسانانو ازمايښتونه هم پیل کړي دي.
چارواکي وايي، د لومړي وزیر بوریس جانسن روغتیا مخ پر ښه کېدو ده.

د عکس سرچینه، UK GOVERNMENT
په دې برخه کې ریسرچ یا څېړنه دومره په چټکۍ روانه ده چې د کلونو کار یې میاشتو ته را کم کړی دی.
د اکسفورډ پوهنتون د روانې اوبا یا کوېډ ۱۹ له خپرېدو وړاندې د ورته یوه حالت لپاره چمتوالی نیولی و. دوی له وړاندې د بیزوګانو جنیټیکي ویروس جوړ کړی و.
اوس د دغې په بنسټ د کورونا ضد واکسین ته انکشاف ورکوي او ساینس پوهان تمه کوي چې پایله به یې خوندې وي.
د دوی په وینا دا کوای شي د انسان د معافیت سیستم داسې وروزي چې د کورونا ویروس پروړاندې مقاومت وکړي.
خو د دې او نورو واکسینونو په اړه لویه پوښتنه دا ده چې ایا وبه کوای شي د کوېډ ۱۹ ویروس مخه ونیسي؟


د اکسفورډ مشره پلټونکې پروفیسره سارا ګېلبرت چې په دغه نوي واکسین کار کوي وايي، ۸۰ سلنه ډاډه ده چې کار به ورکړي. نوموړې وايي په دې برخه کې یې زیات کړی او زیاتوي چې د سارس ویروس لپاره یې هم پر واکسین کار کړی چې د کورونا ویروس له کورنۍ څخه دی.
نوموړې وايي، د سارس ضد واکسین پایله ورکړې او ډاډه ده چې د کوېډ ۱۹ واکسن به هم مثبته نتیجه ولري.








