پاکستان له افغانستانه غوښتي چې د داعش نیول شوی مشر ور وسپاري

د عکس سرچینه، NDS
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د داعش خراسان ډلې نیول شوی مشر دې پاکستان ته وسپاري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي، اسلم فاروقي د پاکستان پر ضد فعالیت کاوه، نو ځکه باید دوی ته د پلټنو لپاره وسپارل شي.
په اعلامیه کې راغلي چې په اسلام اباد کې افغان سفیر په دې تړاو د خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی و.
اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان حکومت وار د مخه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې له افغان حکومت او نورو اړوندو خواو سره شریکې کړې وې.
پاکستان ټینګار کړی دی چې دواړه هېوادونه دې د جوړ شوي مېکانیزم پر اساس د ترهګرۍ د پدیدې پر ضد په همغږۍ کار وکړي.
افغان حکومت تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې اعلامیې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان ملي امنيت د تېرې یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی، چې په اسلم فاروقي مشهور دی، نيولی دی.
ملي امنيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، عبدالله اورکزی له ۱۹ تنو ملګرو سره يو ځای د ځانګړو ځواکونو له خوا نيول شوی، خو د نيول کېدو د ځای په اړه يې څه نه وو ويلي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې اسلم فاروقي د خيبرپښتونخوا د اورکزيو سيمې اوسېدونکی دی چې د دغه ډلې د خراسان برخې مشري يې پر غاړه لرله.
ملي امنیت همدا راز ویلي وو چې اسلم فاروقي د نورو ترهګرو ډلو تر څنګ په پاکستان کې د لشکر طيبه او د حقاني شبکې سره اړيکې لرلې او په خپل لومړني اعتراف کې يې د "داعش ډلې د خراسان څانګې سره د سيمه ايزو استخباراتو پراخه اړيکې "هم په ډاګه کړې دي.
د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د خراسان څانګې په کابل کې د وروستيو څو خونړيو بریدونو مسووليت منلی و.
د دغې ډلې وروستي بريد کې چې دوی يې پړه پر غاړه اخيستې وه يوه ځانمرګي بريدګر د سيکانو عبادت ځای کې چاودنه کړې وه او لږ ترلږه ۲۶ تنه یې په کې وژلي او ۸ نور ټپيان کړي وو.









