تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله: زموږ سیاسي اختلاف باید د سولې بهیر زیانمن نکړي
د افغانستان پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي، په کور دننه سیاسي بحران او اختلافونه نه باید چې د افغان سولې پر بهیز اغېز وکړي. ښاغلي عبدالله طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت د مرکچي پلاوي جوړېدو هرکلی کړی او وایي، دا پلاوی د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هېواد د ملي ګټو استازیتوب کوي.
له دې وړاندې داسې رپوتونه وو چې عبدالله عبدالله د حکومت لخوا اعلان شوي مرکچي پلاوي سره موافق نه دی او ګیله لري چې دې برخ کې ورسره سلا مشوره نه ده شوې.
په هغه اعلامیه کې چې سې شنبه د نوموړي پر فېسبوک پاڼه خپره شوې راغلي چې یو شمېر ډلې د دې پلاوي په اړه ملاحظات لري، خو په ټوله کې د دې پلاوي جوړېدل یو مهم ګام دی.
خو ښاغلی عبدالله زیاتوي چې کله له طالبانو سره خبرې پیل شي نو بیا دې د سلا مشورو په برخه کې باید ښکېلې غاړې پراخ استازیتوب ولري.
د اروپایي ټولنې غبرګون:
اروپایي ټولنې هم په یوه اعلامیه کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي په اړه د افغان سیاسي مشرانو د هوکړې هرکلی کړی، او دا یې د بین الافغاني خبرو پیل او په کور دننه د سیاسي بحران ختمولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.
د یادې ټولنې په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې د سولې خبرو ته کلکه ژمنتیا ښکاره کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د دوحې د هوکړې پر اساس د اوربند پر موضوع ماناداره خبرې وکړي.
اعلامیه کې راغلي، اوس چې د بندیانو د خلاصون برخه کې پرمختګ شوی او د حکومت لخوا مرکچي پلاوی هم اعلان شوی نو د بین الافغاني خبرو ځنډولو لپاره نور هېڅ دلیل نشته.
اروپایي ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې د حکومت مرکچي پلاوی درناوی وکړي او رغنده خبرې ورسره وکړي.
یاده ټولنه وایي، که څه هم د طالبانو پلاوی ټولشموله نه دی، خو افغان حکومت دې ورسره ګډ کار وکړي.
تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې، خو دواړو خواو په دې وروستیو کې درې ځله ویډیویي غونډې کړې دي چې تر ډېره پکې د بندیانو د خلاصون پر موضوع خبرې شوې دي.
ټاکل شوې ده چې د طالبانو یو پلاوی هم د سره صلیب په منځګړیتوب په نژدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي.