د عکسونو البوم: کابل کې پر درمسال برید

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د چارشنبې پر ورځ (مارچ ۲۵) پر درمسال د برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي او اته ټپیان دي.
کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې سهار نږدې اته بجې وشو او شاوخوا شپږ ګړۍ وروسته پای ته ورسېد.
کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شوربازار د کابل زوړ ښار یوه پخوانی ځای دی او د دې سیمې درمسال کې څو سیک کورنۍ ژوند کوي.
کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي.
کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کابل کې د امریکا سفارت د ننني برید د قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خواخوږي ښودلې او یوه ټوېټ کې دا برید غندي چې پکې د عبادتځي په نښه کولو سره بې ګنا خلک زیانمن شوي دي.
کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کابل کې د پاکستان سفارت خپل ټوېټر کې ویلي چې د کابل برید غندي.
کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ټوېټر کابل کې پر درمسال دا یو وحشیانه برید بللی دی.
کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هندوان او سیکان له پېړیو را هیسې افغانستان کې ژوند کوي، له ۷۰ لمریزي لسیزې مخکې نږدې ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ د افغانستان په څو ښارونو کې ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړه له امله یې کډوالي پیل کړه، چې اوس هم روانه ده.

.