کورونا وېروس: افغان حکومت او طالبانو د خپلو بندیانو په اړه اندېښنه ښودلې
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویلي ، د کورونا وېروس له کبله د طالبانو په زندانونو کې د افغان دولت بندیانو وضعیت په اړه اندېښمن دي.
یاد وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د حکومتي زندانیانو وضعیت ته پام وکړي او نړیوالو روغتیایي ادارو ته هم زمینه برابره کړي چې دا زندانیان وګوري او د ساتلو شرایط یې و ارزوي.
د حکومت له دې اعلانه څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو وویل، په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو او د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه برخه کې هم له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو خاصه پاملرنه غواړي.

یاده دې وي چې وسله والو طالبانو هم د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښمن دي.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي وو چې په حکومتي زندانونو کې د ډېرې ګڼې ګوڼې او د روغتیایي اسانتیاو کمښت له کبله د کورونا وېروس ناورن رامنځته کولی شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې د کورونا پنځه تازه مثبت پېښې په هرات، لوګر او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې، چې په هېواد کې د ټول ټال کورونا مثبت پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، BBC
ددغه وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي، دا ټولې مثبت پېښې په هغو کسانو کې موندل شوې، چې له ایرانه راستانه شوي دي.
ښاغلی مایار وايي، تر اوسه د افغانستان کورونا اړوند ځانګړي مرکز کې د کورنا ۲۶۳ مشکوکې پېښې ازمویل شوې، چې د ۲۴۲ پېښو پایلې منفي او ۲۱ یې مثبتې ثابتې شوې دي.
دی وايي، اوس پر یوه مشکوکه پېښه کار کوي چې لابراتواري ازموینې ورباندې روانې دي او پایله به یې وروسته اعلان شي.









