غني اجرائیه ریاست لغوه کړ؛ خو عبدالله وایي "غني نور ولسمشر نه دی"

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې اجراییه ریاست لغوه کړی دی. په دې فرمان کې ویل شوي، د اجراییه ریاست کاري دوره پای ته رسېدلې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن د چارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وويل "کله چې د ولسمشر غني له لوري د لوړې مراسم ترسره شول نور اجراییه ریاست نشته."

نوموړي زیاته کړه چې د افغان حکومت په چوکاټ کې د دې ریاست ځای نشته.

خو د ولسمشر غني له دې فرمانه یوازې څو ساعته وروسته عبدالله عبدالله د يوې اعلاميې په خپرولو وویل، چې محمد اشرف غني نور ولسمشر نه دى، فرمانونه او حکمونه يې نو اعتبار نه لري.

د ولسمشر غني فرمان:

د ولسمشرغني پنځه ماده ییز فرمان کې چې بي بي سي ترلاسه کړې هم ویل شوي چې د اجرائیه ریاست کاري دوره پای ته رسېدلې.

په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې د اجرائيه رياست د جوړېدو او د وزيرانو د شورا په تړاو ټول صادر شوي فرمانونه او حکمونه، د ملي وحدت د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ته ورکړل شوي ځينې واکونه، لگښتونه او امتيازات د ١٣٩٨ کال د حوت مياشتې له ١٩ نېټې د اعتبار وړ نه دي او لغوه دي.

دغه حکم کې همداراز ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د پخواني اجرائيه رياست او وزيرانو شورا د دارالانشا په نامه د اسنادو او ليکونو له تر لاسه کولو او په تړاو يې له اجراتو ډډه وکړي.

د اجرائیه ریاست کارکوونکو برخليک:

د ولسمشرۍ د فرمان دريمه ماده کې د اجرائيه رياست او وزيرانو د شورا د دارالانشا د کارمنو د برخليک په اړه ويل شوي چې د انتظار په حالت کې به وي او نورو ادارو کې يې د گومارنې د زمينې برابرېدو پورې به تنخوا ورکول کېږي.

د عبدالله سملاسي غبرګون:

خو د ښاغلي عبدالله اعلاميه چې برېښي د اجراييه رياست د لغوه کېدا په تړاو د ولسمشر غني فرمان ته غبرگون دى وايي "د افغانستان د اسلامي جمهوريت د "ټولشمول" ولسمشر په توگه د لوړې کولو وروسته ملي وحدت حکومت عملا" ختم شوى او ژر به د ټولشمول دولت اجراييه رييس د يوۀ فرمان په ترڅ کې ور وپېژندل شي.

ښاغلي عبدالله د پخواني اجراييه رياست ملکي او پوځي کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې لکه پخوا خپلې ورځنۍ چارې جاري وساتي.

د مخورو د خونديتوب موضوع:

د ولسمشر غني تازه خپور شوى فرمان وايي د "پخواني" اجراييه رياست او د وزيرانو شورا د کارکوونکو امنيت ساتنې لپاره د گومارل شويو دولتي ساتونکو دنده پاى ته رسېدلې.

دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو او نورو اړوندو امنيتي ادارو ته لارښوونه شوې چې دې برخه کې خپل گومارلي کسان بېرته ور وغواړي.

فرمان کې راغلي چې د مخورو دولتي وگړو د ساتنې رياست به دريو ورځو لپاره د ښاغلي عبدالله د خونديتابه څرنگوالى ارزوي او خپل وړانديزونه به د منظورۍ لپاره ولسمشر ته استوي.

د اجراييه رياست او د ملي وحدت حکومت د لغوه کېدو دا خبره دوه ورځې وروسته له هغه مخې ته راځي چې ولسمشر غني دويم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

د هغه سيال عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د ولسمشر غني د بري اعلان ونه مانه، ځان يې بريالى اعلان کړ او ښاغلي غني سره يې هممهاله د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل.

یاده دې وي چې ولسمشر محمد اشرف غني ان د خپل ټاکنیز کمپاین په ورځو کې ژمنه کړې وه چې که ټاکنې وګټي نو اجرايیه ریاست به له منځه وړي.