تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې د کورونا مشکوکو پېښو شمېر ۱۱۹ ته لوړ شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د کورونا وېروس ۳۶ نوې مشکوکې پېښې یې ثبت کړي. د چارواکو په وینا دا نوې مشکوکې پېښې په ۱۳ ولایتونو کې ثبت شوي دي او په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې دي.
افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې لا هم د کورونا وېروس یوازې یوه مبثته پېښه ثبت شوې ده چې په هرات ولایت کې ده. دوی اوس د ټولو مشکوکو پېښو ښمېر ۱۱۹ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو له خلکو غوښتي چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د نوي کال په جشنونو کې له ګډونه ډډه وکړي. په هرات کې ولایت کې د نوي ښوونیز کال پیل هم ځنډول شوی دی.
دا نوي معلومات یوه ورځ وروسته له هغه په ډاګه کیږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له چارواکو وغوښتل چې له ایران سره پر ګډه پوله د څار امکانات زیات کړي.
ایران کې د کورونا ویروس په چټکۍ مخ په خورېدو دی. د افغان چارواکو د وینا له مخې له دغه هېواده هره ورځ سلګونه افغان کډوال اړویستل کیږي چې افغانستان ته راشي.
په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال بي بي سي ته ویلي ایراني چارواکو د افغانستان د غوښتنې له مخې د کډوالو د اجباري ستنولو لړۍ هماغسې چټکه ساتلې ده. افغان دولت غوښتنه کړې وه چې وضعیت ته په کتو دې د افغان کډوالو د اجباري ستنولو لړۍ ورو کړي.
په ایران کې د نن ( جمعه مارچ ۶) تازه شمېرې ښيي چې له پرون راهېسې په دغه هېواد کې ۱۲۳۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر څلور زره ۷۴۷ تنو ته رسېدلی او د مړو شمېر ۱۲۴ ته لوړ شوی دی.
د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په ترتیب سره د ایران په تهران، قُم، ګیلان او اصفهان کې ثبت شوي دي.