د نورستان ښکلې درې چې نندارچیان یې لیدو ته هڅېږي

د افغانستان ختیځ ولایت نورستان ډېرې سمسورې او ښکلې درې لري، که څه هم نوروستان ته د ځايي سیلانیانو تګ پیل شوی خو ډیر خلک د ناامنۍ له امله لاهم دغه ولایت ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

دا د نورستان د ولایت مقام لپاره نوی جوړ شوی دولتي میلمستون دی، یاد میلمستون ٤٠ خونې لري.

دا مېلمستون د شاوخوا ٤٠ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوی دی.

دا د نورستان یوه سمسوره سیمه چې د نورستان د والي په وینا دا یې د دوبي عکس دی.

دا انځور د پورتنۍ سېمې دی خو انځور په ژمې موسم کې اخېستل شوی.

د نورستان د مرکز پارون ماښامی.

په ژمي کې په نورستان کې واوره اوري او له امله ځینې لارې بندیږي.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ یوه څنډه.

د نورستان د وایګل ولسوالۍ ژنچیگل سیمه

د نورستان د وایګل ولسوالۍ ژنچیگل سیمه