بشري حقونو کمېسیون: تېره جنوري افغان او بهرنیو ځواکونو ٢٦ملکي وګړي وژلي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي یوازې د روان مېلادي کال په جنورۍ میاشت کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې په دغه هېواد کې ۵۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دې کمېسیون په تازه رپوټ کې ویل شوي چې دا بریدونه په هرات، فراه، لغمان، بلخ، کندز، بادغیس او ارزګان ولایتونو کې شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې په دغو ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو په دوو هوايي بریدونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د څلورو هوايي بریدونو په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي، په دې ډله کې ۱۷ ماشومان، پنځه ښځې او څلور سړي شامل دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې په دغو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ژوبلېدلي هم دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې چې دوه اونۍ وړاندې وشو، ۹ تنه وژل شوي چې ۷ یې ماشومان او دوه یې ښځې وې.

په بلخ ولایت کې د نهو تنو په وژل کېدو دا ولایت د ۲۰۲۰ مېلادي کال د جنوري په میاشت کې د تلفاتو له اړخه په سر کې ځای لري.

د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې په کندز او بادغېس ولایتونو کې هم د پنځه - پنځه تنه وژل کېدو خبره شوې چې د تلفاتو له اړخه په تېره مېلادي میاشت کې په دویم او درېیم ځای کې راځي.

بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر هم ولري، خو دغه وزارت په دې اړه اوس له څه ویلو ډډه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ د تېر مېلادي کال په اګسټ میاشت کې ویلي و چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان دولت د ملاتړو ځواکونو له لوري په ملکي مرګژوبله کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی او په خبره یې چې تر ډېره دغه تلفات په هوايي بریدونو پورې اړه لري.

په دغه راپور کې دغه راز راغلي و چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړو په پایله کې له ۱۳۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.