غور کې د افغان حکومت د سړک جوړولو او برېښنا ژمنه؛ اعتراض پای ته ورسېد

د افغانستان د مرکزي ولایت غور لپاره د افغان حکومت له خوا ټاکلي پلاوي د دې ولایت له خلکو سره ژمنه وکړه چې ۴۰ کیلومتره سړک به ورته جوړ او برېښنا به ورته چمتو کړي. د حکومت دا رسمي ژمنه د دې ولایت د خلکو د اعتراض پای ته رسېدو لامل شوه.

تېره اونۍ سلګونه تنه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې اعتراض کړی وو او د والي د دفتر په ګډون یې ټولې دولتي ادارې تړلې وې.

اعتراض کوونکو غوښتل چې سړک او برېښنا یې ورغیږي چې په وینا یې د افغانستان د ۱۳۹۹ کال په مالي بودیجه کې ورته پام نه دی شوی.

له دې لاریونونو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په استولو سره ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي د خلکو غوښتنې د امکان تر حده حل کړي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د غور ولایت استازی عطاء محمد دهقانپور چې خپله هم د اعتراض کوونکو له ډلې و، بي بي سي ته وویل چې حکومت د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی.

هغه زیاته کړه چې د اعتراض کوونکو په وینا، په تېرو ۱۸ کلونو کې یو متر سړک یې په ولایت کې نه دی کریړ شوی او د دې ولایت ښاریان هم د برېښنا له نعمته بې برخې دي.

ښاغلي دهقانپور وویل چې د اعتراض کوونکو یوه غوښتنه دا وه چې ۴۰ کیلومتره لویه لار د غور-کابل ترمنځ د سړک کریړول دي او د افغانستان مالیې وزارت یې د بودیجې ژمنه کړې وه او د ټرانسپورټ وزارت ته یې، چې د پلې کولو مسوولیت لري، دنده سپارلې وه.

هغه وویل، چې ددې سړک د رغولو طرح پخوا چمتو شوې او د پسرلي په پیل سره به یې کارونه پیل شي.

ښاغلي دهقانپور زیاته کړه، حکومت همدارنګه خلکو سره د لمریزې برېښنا ژمنه هم کړې چې بودیجه یې منل شوې او کار به یې ډېر ژر پیل شي.

د افغانستان دولت شاوخوا اوه کاله مخکې د فیروزکوه ښار څنډو کې د "پوزه لیچ" بند جوړول پیل کړي، خو دا بند چې د کابو څلور مېګاواټه برېښنا تولیدلو توان لري، تر اوسه نه دی بشپړ شوی.

غور د افغانستان په لوېدیځ کې غرنۍ ولایت دی چې اوږد او سخت ژمی لري او ډېر کله د واورو او بارانو له امله هم د دغه ولایت لارې له نورو ولایتونو سره بندېږي.