تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله عبدالله: د يو اړخيزو گومارنو دوام به نور ونه زغمل شي
د افغان حکومت اجرائیه مشر او د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشر عبد الله عبد الله ګواښ کړى چې نور د ولسمشر محمد اشرف غني د یو اړخیزه کړنو پر وړاندې يې زغم پای ته رسیدلى او که دا حالت دوام وکړي نو دی به هم ورته اقدامونه وکړي .
ښاغلي عبد الله چې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته یې وینا کوله وويل: "اعلان کوم که - ګومارنې - همدا ډول دوام وکړي نو نور به ونه زغمل شي. موږ به د قانون او سیاسي هوکړې د پلې کولو لپاره له ګومارنو نیولې تر هر ځایه چې وي لازم اقدامات او اجرات وکړو."
ښاغلي عبدالله زياته کړه چې دا گام هېواد ثبات لپاره کوي.
د اجراييه رييس دا غبرګون داسې مهال مخې ته راځي چې ولسمشر محمد اشرف غني هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال او چارسمبالي په توګه پر دنده ګومارلى.
ښاغلي عبد الله ټینګار وکړ چې د اوسني ملي یوالي حکومت بنسټ او د مشروعیت سرچینه هغه سیاسي هوکړه ده چې د دوى ترمنځ شوې. د هغه په وینا تر څو چې د ټاکنو پایلې اعلانیږي حکومت به پر همدې بڼه دوام کوي او ولسمشرۍ ماڼۍ حق نه لري چې د ده په وينا یو اړخیز ګامونه پورته کړي. د حکومت اجرايیه مشر وویل د دې یو اړخیزو ګامونو له امله د هېواد مهم بنسټونه ګډوډ شوي دي.
د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق چې ددې غونډې بل ګډونوال و، دا یوه برخلیک ټاکونکې غونډه وبلله. ښاغلي محقق له عبد الله عبد الله وغوښتل چې د ولسمشر غني د کړنو پر وړاندې ودرېږي او د ملي یوالي حکومت د هوکړې پر بنسټ دې کسان پر دندو وګوماري.
د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ددې غونډې د ګډونوالو د خبرو یوه بله مهم برخه وه، د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق په دې تړاو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ددۀ په وینا د خلکو سره د " درغلي کوونکي" پر وړاندې ودرېږي. د هغه په خبره د دوی له ټاکنډلې د یوه جوړجاړي غوښتنه هم شوې خو دوی رد کړې ده.
په بهرنیو چارو وزارت کې سمون او نوې ګومارنې.
د ملي یوالي حکومت په چوکاټ کې د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي عبدالله په برخه رسیدلی و او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین ربانې د نوموړي له لوري د بهرنیو چارو وزیر ګومارل شوى و. د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته ښاغلي رباني استعفا وکړه او د هغه له استعفا سره په دغه وزارت کې د "سمونونو" لړۍ هم د ولسمشر له خوا چټکه شوه.
له هغه وروسته سیاسي مرستیال ادریس زمان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په توګه وګومارل شو او تیره اونۍ هارون چخانسوري د ښاغلي زمان ځايناستى شو.
ښاغلي چخانسوري د اسټرالیا له سېډني پوهنتونه د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړی له تېرو نژدې ۱۶ کلونو راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویندويي په ګډون یو شمېر حکومتي دندې درلودې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى داسې مهال بدلېږي، چې د همدې روانې میاشتې لومړیو کې د دغه وزارت چارواکو ویلي و، په تېرو کلونو کې دغه اداره کې سلیقوي او سیاسي ګومارنو ستونزې زېږولې دي او دوی ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به ګومارنې رڼې او څو پړاويزه وي.
په بهرنیو چارو وزارت کې سمونونه په پیل کې جنجالي وو. د اداري اصلاحاتو کمیسیون ان وویل چې د دغه وزارت چارواکي د وزارت دننه سمونو ته اجازه نه ورکوي.