صالح: بهرنیان پر افغانانو د سولې تړون تپلی نه شي

صالح

د عکس سرچینه، IWPS

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له وسلوالو طالبانو سره د هر ډول خبرو پایله باید د لویې جرګې له لارې ومنل یا رد شي.

د هغه په خبره، په دې دلیل له دې ډلې سره د افغان لوري د مرکچي ټیم جوړښت کوم اهمیت نه لري.

ښاغلي صالح دا څرګندونې کابل کې د سولې او جګړې انسټېټیوت په یوه ناسته کې وکړې چې په ترڅ کې یې ددغه بنسټ لخواه د افغان سولې په تړاو د ترسره شوې تازه نظر پوښتنې پایلې هم اعلان شوې:

د هغه په خبره، "هېڅ یو بهرنی هم له طالبانو سره خبرو کې د افغانستان د ګټو استازولي نشي کولی او نه هم پر افغانانو تړون تپلی شي".

د نوموړي دا خبرې په داسې مهال دي چې قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې د ډیر پرمختګ رپوټونه ورکول کیږي.

خو امرالله صالح د سولې دې بهیر ته هیله من نه ښکاري.

هغه وویل ښايی "دا خبرې د طالب او امریکا جګړه ختمه کړي، خو هېڅ امکان نه لري چې د طالب او د افغانانو جګړې ته دې د پاى ټکى کېږدي".

د ده په وینا د طالبانو او افغانانو ترمنځ جوړه "بل ډول خبرو ته اړتیا لري.

نوې نظرپوښتنه

افغانان

د عکس سرچینه، AFP

په ټول افغانستان کې د تازه نظر پوښتنې اتیا سلنه ګډونوالو ویلي د روانې جګړې یوازینی حل سیاسي هوکړه د، خو ۲۰ سلنه سولې ته د رسېدو لپاره پر پوځي حل لار باور لري.

دا نظر پوښتنه د سولې او جګړې څېړنیز مرکز په ۳۴ ولایتونو کې له څه باندې پنځه زره کسانو کړې، چې ډېری یې کلیوال دي.

یوازې ۳۵ سلنه پکې ښځې دي.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې استازي پیري مایډون د دې نظر پوښتنې د پایلو د اعلان په غونډه کې د سولې بهیر کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ښځو ته باید ډېره ونډه ورکړل شي