تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د خبرو له لارې د افغانستان کړکېچ ختمېدونکی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي، قطر ته د ورتګ پر مهال هیله مندي ښودلې، چې د اسلام اباد په همکارۍ، د سولې د خبرو په مټ د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدونکی دی.
هغه په دوحه کې له خپل قطري انډول، محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني، سره لیدنه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو په اړه غږېدلی دی. ښاغلي قریشي په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې په روان بهیر کې بشپړه همکاري کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي وو، چې استازي یې له امریکايي لوري سره د سولې د تړون پر لاسلیک او اړوندو مراسمو غږېدلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه اعلامیه کې ویل شوي: "د قطر د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د همکارۍ په دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر پرمختګ او پر نورو مهمو مسلو خبرې وکړې."
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تېرې جمعې پر ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال مایک پومپیو او ځینو نورو امریکايي چارواکو سره د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، ''دواړو وزیرانو د ایران او امریکا تر منځ د تاو تریخوالي موضوع تر څنګ د افغانستان سولې خبرو او خپلمنځي اقتصادي اړیکو پراختیا په تړاو خبرې کړې دي. ''
له دې لیدنې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و: ''په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او پاکستان یو ځای کېدل ښه فرصت پیدا کوي، دا د دواړو هېوادونو مسئولیت دی. ''
بلخوا افغان حکومت بیا ټینګار کړی، چې که د امریکا او طالب استازو تر منځ پر اوربند هوکړه و نه شي، د سولې لپاره به د کابل او واشنګټن ګډې هڅې بې پایلې وي.
ارګ وايي، د امریکا او طالبانو په روانو خبرو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه مالومات نه لري، خو هیله مندي یې ښودلې چې امریکايي استازی، زلمی خلیلزاد، به په دې برخه کې تازه مالومات ورسره شریک کړي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي و: ''د افغانستان خلک غواړي چې له یوه مخه جګړه ختمه شي، دا سمه نه ده، چې د ۱۰ حملو پر ځای دې، پنځه حملې وشي، یا دې د لسو کسانو پر ځای پنځه کسان ووژل شي، په داسې حال کې چې بشپړ اوربند امکان لري، نو ځکه موږ غواړو چې باید د پېښو شمېر کمېدو پر ځای بشپړ اوربند وشي. ''
ښاغلي صدیقي زیاته کړې؛ ''د تاو تریخوالي کمول ډېر وضاحت نه لري او خلک غواړي چې اوربند وشي او سوله راشي. '' د نوموړي په وینا ''د افغانستان حکومت له همدې خاطره د خلکو په استازیتوب د اوربند وړاندیز کړی دی. ''
بل پلو، وړمه ورځ د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دوبۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اروپايي ټولنې او جرمني له ځانګړو استازو او فرانسې او د ناټو له ملکي سفیر سره په دوبۍ ښار کې کتلي او له طالبانو سره د خپلو خبرو جزيات یې ورسره شریک کړي.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې هغوی د سولې یوه هر اړخیز توافق ته د افغانستان د رسېدو په خاطر پر ګامونو بحث کړی او هوکړه يې کړې چې د تاوتريخوالو کمول مهم دي.
رپوټونه وايي، طالبانو له امریکا سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه ایښې، خو ټینګار کوي، چې پر اوربند به وروسته له افغانانو سره خبرو کې غږېږي.
خو طالبانو د طرحې جزئیات لا هم روښانه نه دي او دې چارې په کابل کې اندېښنې پارولې دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهين د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د طالبانو د سیاسي پلاوي مشر ملا برادر د پنجشنبې په ورځ د امریکا له ځانګړي استازي سره د سولې د توافقنامې د لاسلیک پر مراسمو خبرې کړې.
طالبانو ویلي چې له امریکا سره د توافقنامې له لاسلیک وروسته به د افغانانو خپل منځي خبرې پیل شي. له دې مخکې د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، طالب مشرانو د چهارشنبې پر ورځ منلي چې د لسو ورځو لپاره به له افغان حکومت سره تاوتریخوالي کې کموالی راولي.