د ناټو ملکي استازى: هيله ده روان کال د سولې د هڅو رښتينې پايلې وگورو

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې هيله څرگندوي چې روان ۲۰۲۰ م کال به د سولې په برخه کې ښه زيرى ولري.
ښاغلي کې چې یکشنبې ماښام يې د خپلې ټوېټر پاڼې له لارې د همدې شبکې د کاروونکو پوښتنو ته ځوابونه ويل وايي روان م کال کې د نورو هغو پرتله بدلون شته او هغه دا دى چې "په تېر یوه کال کې د سولې ملاتړ ته سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې، افغان ځواکونو په بې ساري ډول پیاوړي شوي، طالبان د جګړې ډګر کې بریا نه شي ترلاسه کولای، تېر کال د سولې خبرو کې پرمختګونه وشول، زه هیله من یم چې ۲۰۲۰ کې به د دغو هڅو ریښتینې پایله وګورو."
نوموړى زياتوي چې ناټو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې سوله یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتللی شي.
ښاغلي کې د تاوتریخوالي کمول گټور بولي او په دې تړاو د گام پورته کولو سپارښتنه کوي.
په همدې حال کې د ارګ ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالی د کمولو اصطلاح پوځي او حقوقي معنا نه لري او خلک اوربند غواړي.
"د تاوتریخوالي د کمښت موضوع پوځي، حقوقي او عملي بڼه نه لري د افغانستان خلک د سولې او اوربند غوښتونکي دي، هغه سوله او اوربند چې دوه کاله وړاندې مو تجربه کړ،مونږ دې ته چمتو یو چې د تل پاتې او با عزته سولې لپاره له امریکا سره په ګډه هڅې وکړو، زمونږ موخه د جګړې پای ته رسول، د اوربند ټینګښت او د با عزته او پایه داره سولې راوستل دي چې د افغانستان د ډېرو خلکو غوښتنه ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وړاندې د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته تایید کړی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا برادر سره لیدلي دي.
د طالبانو يوې سرچينې چې له امریکايي لوري سره د سولې خبرو کې ښکېل دی له نومپرته ويلي د خبرو بیا پیلولو لپاره د خپل مشرتابه لارښوونې ته منتظر دي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې په دوحه کې له طالبانو سره په نارسمي خبرو بوخت دی.
د امریکا او طالبانو د داځل خبرو ډېر تمرکز به د تاوتریخوالي په کمولو وي، خو لا هم کره نه ده چې دا خبرې به څه وخت پیلیږي.











